لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چین وایي بېجنګ او اسلام اباد په روس باندې د نړیوالو بندیزونو په اړه اندېښنه لري


واشنګټن ــــ د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي چین او پاکستان پر اوکراین د روسي بریدونو له کبله پر ماسکو د یواړخیزه بندیزونو د پراخېدونکو اغېزو په اړه اندېښنه لري او په دواړو هېوادونو یې د جګړې د ډزبندۍ او سفارتي‌ حل ږغ کړی دی.

رایټرز خبري‌ ایجنسۍ وایي زړو اتحادیانو پاکستان او چین پر اوکراین د فرورۍ پر 24مه د روسي بریدونو له غندنې ډډه کړې ده، خو بلې خواته لوېدیځو هېوادونو په روس باندې د دې «یرغل» پر سر بېساري مالي او کارپورېټ بندیزونه لګولي‌ دي.

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ګل- دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې سره لیدلي‌ وو. د چین د بهرنیو چارو وزارت د نهې- سه شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، "دواړو [په روس] د یواړخیزه بندیزونو پر زیاتېدونکو اغېزو اندېښنه ښکاره کړه".

د رایټرز د رپوټ له مخې چین پخپل بیان کې ویلي، چې شاه محمود قرېشي او وانګ یي د سفارتي‌ خبرو اترو په نتیجه کې په یوکراین کې د ډزبندۍ غوښتنه وکړه:

"دوی هیله ښکاره کړه چې د نه وېشل کېدونکي امنیت د اصولو په بنیاد د اوکراین شخړې ته د حل کېدو بنیادي لاره موندل کېدای شي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه یو بیان خپور کړی، چې پکې په روس او اوکراین باندې د ډزبندۍ ږغ شوی دی، خو په روس باندې د بندیزونو په اړه د اندېښنې ذکر پکې نه شته.

اسلام اباد وایي د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د چین او پاکستان تر منځ پر سټرېټیجیکې، اقتصادي او امنیتي‌ همکارۍ او له دې سره سره پر کورونا وایرس، د اوکراین پر حالاتو او نورو نړیوالو مسایلو خبرې وکړې.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د نهې- سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د اسلامي‌ همکارۍ د سازمان غونډې ته ویلي، چې په اوکراین کې د ډزبندۍ لپاره دې د اسلامي‌ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د منځګړتوب یا بله لاره خپله کړي.

عمران خان که د اوکراین جګړه تم نه شي نو وایي‌ نړۍ یې له سنګینو نتایجو سره مخ کېدای شي، وایي هغه هېوادونه چې په دې جګړه کې ښکېل نه دي باید را وړاندې شي او د شخړې د حل لپاره هڅې پیل کړي:

"موږ له مخې لا له ستونځو سره مخ یو، د تېلو، ګېس او غنمو بیو د دې [اوکراین] جګړې له کبله پورته شوې دي، که دا جګړه روانه وي‌ حالات نور هم خرابېدای شي".

عمران خان د فرورۍ پر 24مه په ماسکو کې وروسته له هغه له روسي صدر ولادیمیر پویټن سره ولیدل چې هغه په اوکراین کې د «ځانګړو عملیاتو» په نوم د بریدونو اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG