لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا، نېټو او اتحاديان يې چين په غور څاري


د لويدیځ مشران په برسلز کې د روس لخوا په اوکراين د يرغل دپاره ناسته کوي، او داسې تمې څرګنديږي چې په دغه ناسته کې د چين په اړه هم مهمې خبرې وشي.

د امریکا امنیتي چارواکو ويلي، تراوسه يې داسې کومې اشارې نه دي ليدلي چې بيجنګ ـ ماسکو ته وسله ورکوي يا ورسره کومه بله مرسته کوي، خو د لويدیځ چارواکو ويلي چين چې د روس لخوا د يرغل د غندنې ډډه کړې او د کريملن پروپېګنډې ته هوا ورکوي دا د اندېښنې وړ ده.

د نېټو مشرجنرل سټولټنبرګ د شورو/ چهارشنبې په ورځ د برسلز د غونډې نه يوه ورځ وړاندې ويلي، مونږ د بنيادي امنيتي بدلون سره مخ يو، چرته چې امرانه قوتونه د طاقت د کارولو دپاره تياريږي.

سټولټنبرګ ویلي، بيجنګ د ماسکو سره په مېلاوېدو د ازادو ملکونو د خپلې لارې د انتخاب په حق سوال راپورته کوي، هغه زياته کړې، زه تمه لرم چې مونږ به په دې بحران کې د چين په کردار پاملرنه کوو.

چين تراوسه پورې د اوکراين په جګړه کې د سياسي سخړې نه ډډه کړې او وايي چې د اوکراين خپلواکي مني، خو د روس د دې سره خبرې سره هم موافق دی چې د نېټو غځېدل امنيتي اندېښنې را ولاړوي.

په عېن حال کې د امریکې ولسمشر جوبایډن د شورو- چارشنبې په ورځ د بلجیم مرکز برسلز ته روان شوی دی، چې هلته به له نېټو او یورپي متحدینو سره ویني او تمه کېږي چې هلته به په یوکراین باندې د روس د یرغل په ضد په ماسکو نور بندیزونه اعلان کړي.

د امریکې د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوین د نهې- سه شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي وو چې بایډن به له خپلو متحدینو سره په ګډه په روس باندې نور بندیزونه لګوي او د موجوده بندیزونو پر لا سختولو به کار کوي چې د روس یرغل کمزوری کړي او دغه بندیزونه په بشپړه توګه عملي شي.

ولسمشر جوبایډن برسلز ته د سفر په وخت پر خپل ټویټر لیکلي "زه یورپ ته پر لاره یم چې د اوکراین د ملاتړ لپاره نړیواله ټولنه راسره ملګرې کړم او دا خبره باوري کړو چې پیوټن د خپلې خوښې د جګړې له کبله سخته اقتصادي بیه پرې کړي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG