د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې په امنیتي عسکرو دپاکستاني طالبانو برید کې درې امنيتي عسکر وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.
بل لور ته په ډېره اسماعيل خان ضلع کې په پوليسو هم وسله وال بريد شوی، يو پوليس پکې وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.
په شمالي وزيرستان کې د رامنځته شوې پېښې په اړه امنيتي سرچینو د وي او اې ډيوه سره په شريکو کړو مالوماتو کې دعوه کړې چې په دته خېل تحصيل کې د پولې د پورې غاړې (افغانستان د لوري) نه د امنيتي ځواکونو په چيک پوسته نامالومو کسانو بريد کړی دی.
ویل شوي په بريد کې درې سيکيورټي اهلکار وژل شوي او پينځه ژوبل شوي دي.
په بيان کې زياته کړی شوې چې ژوبل اهکار د هيلي کاپټر د لارې د بنو پوځي روغتون (سي اېم اېچ) ته منتقل کړی شوي دي.
ويل شوي، سپاهي ساجد، سپاهي مقبول، اېس ډبليو ساجد وژل شوي، او حوالدار اظهر، سپاهي رضوان، سپاهي نصير، سپاهي وجاهت، سپاهي رحمت او يو چې نوم يې نه دی مالوم، ژوبل شوي دی.
د پاکستان پوځ په رسمي ډول د دې خبر خپرېدو پورې په دغه اړه څه نه دي ویلي، خو ځايي چارواکي هم دغه پېښه تاييدوي.
دپاکستاني طالبانو تحریک ددې برید پړه پغاړه اخستې اؤ دعوه یې کړې ده چې برید کې اته پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
دطالبانو ویاند محمدخراساني مطبوعاتو ته په لیږلي بیان کې دعوه کړې ده چې ددغه برید ویډیو هم دوئ سره ده چې زر به یې نشر کړي اؤ وایي برید کې د دوئ وسله والو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.
د روانې میاشتې په سر کې د پاکستان پوځ ويلي وو، د پولې د پورې غاړې افغانستان لوري نه په شمالي وزيرستان کې ترهګرو بريد کړی او دوه سرتيري پکې وژل شوي وو.
او له دغې وړاندې د فرورۍ په لومړو کې د پاکستان پوځ دعوه کړې وه چې په قبایلي ضلع کرمه کې د پولې پورې غاړې افغانستان لوري نه ترهګرو بريد کړی او پینځه پاکستاني سرتيري پکې وژل شوي وو.
خو د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب دغه دعوه رد کړې وه او ویلي يې وو، "دوی په قطر کې د دنيا سره وعده کړې ده چې د افغانستان خاوره به د چا خلاف نه استعماليږي او دوی دغه وعدې ته ژمن دي که چرته دنیا وال دغو وعدو ته ژمن پاتې شي. او زياته کړې یې وه ګاونډي او نورو هېوادونو ته اطمينان ورکوي چې د افغانستان خاوره به د چا خلاف نه استعماليږي هغه ويلي وو دغه الزامونه ردوي او دا هیڅ حقيقت نه لري".
پاکستان او افغانستان له دې وړاندې هم په يو بل داسې تورونه لګولي، افغانستان او امريکا تور لګولی پاکستان هغه وسله والو ترهګرو ته ځای ورکړی چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.
دغه ډول د پاکستان تورونه هم تل افغانستان رد کړي دي.
دا تازه پېښې په داسې حال کې رامنځته شوي چې د پېښور کور کمانډر لفټننټ جنرل فېض حميد تېره اوونۍ د جنوبي وزيرستان سفر کړی او ويلي يې وو، چې پاکستاني طالبان دې د جنګ نه لاس واخلي او بيرته ې خپلو علاقو ته ستانه شي، او د پاکستان ايين او قانون دې ومني، د دوی پرضد به هیڅ ډول کارروايي نه کيږي خو که چرته کوم وسله وال د جګړې نه لاس نه اخلي نو د دوی پرضد به د دښمن په څېر چلند کيږي.
نوموړي دغه خبرې د سپينکي رغزي په کېډټ کالج کې د يوې دستورې په مهال کړې وې.
نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (24 مارچ) د ډېره اسماعيل خان د درابند تاڼې په علاقه کې نامالومو کسانو په پوليسو ډزې کړي چې پکې يو پوليس وژل شوی او بل ژوبل کړی شوی دی.
د ډېره اسماعيل خان پوليسو وي او اې ډيوه سره په شريکو کړو مالوماتو کې ويلي، سپاهي محمد فهیم وژل شوی او هدايت الله ژوبل شوی دی.
پوليسو ویلي د پېښې پلټنې يې پېل کړي او د نامالومو کسانو پرضد يې مقدمه درج کړې ده.
د يادې پېښې زمه واري هم تراوسه چا نه ده منلې.