لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو ترڅو ساعتو وروسته بیا دنجونو دمنځنیو زده کړو دمکتبونو تړلو امر کړی


په افغانستان کې د نجونو دمنځنۍ درجې سکولونه پرون د چهارشنبې په ورځ د پرانيستل کېدو څو ساعته وروسته د طالبانو په امر بيا تړل شوي دي۔

د افغان طالبانو لخوا د جينکو دمکتبونو یا سکولونو بيا تړل کېدلو د ښځو د حقونو فعالان اندېښمن کړي او وايي که چېرې جونه د تعليم څخه بې برخې پاتې کېږي نو په راتلونکې به يې منفي اثر وشي او ژوند به يې له ډېرو کړمو سره مخ وي۔

زده کوونکي وايي چې دغې پرېکړې نامعالومه برخه ليک سره مخ کړي او ناهيلي شوي دي۔

دوئ د نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې افغانستان کې په مستقله توګه د نجونو سکولونو پرانستلو لپاره د طالبانو په دولت غږ وکړي تر څو ښځو ته د تعليم ترلاسه کولو اجازه ورکړي۔

په افغانستان کې د جينکو منځنۍ درجې سکولونه د طالبانو لخوا يو ځل بيا په داسې حال کې وتړلی شول چې د تېر اګست وروسته په وړومبي ځل د اووم ټولګي نه تر 12 ټولګي پورې جينکو پرون د مارچ په 23مه درسونه پېل کړل۔

د طالبانو دغې پرېکړې د مېرمنو د حقونو لپاره کار کوونکي سخت اندېښمن کړي دي۔

په دې هکله په افغانستان کې مېشت د مېرمنو د حقونو فعاله کوچۍ ابراهيمي وي او ای ډيوه ته وايي جينکۍ د تعليم څخه بې برخي کول د راتلونکو نسلونو مستقبل د تيارو سره مخامخ کول دي۔

نوموړې زياته کړه " دوئ (طالبان) د خپل رسميت پېژندلو په خاطر ښځه يو غټه وسيله بولي دوئ، ځکه دوئ دا ګېم يا لوبه شروع کړې، کله وايي چې مکتب ته لاړ شئ او کله وايي چې مه ځئ"

هغه وايي "تعليم چې زه ونکړم او پوهه ونه لرم نو زه اقتصاد نه شم جوړولی، کلتور نه شم جوړولې او زه د هېواد نورې برخې په پښو نه شم ودرولی، پوهان اوس ليکي چې افغانستان د تعليم او پوهې نه ضرب صفر شو"

ابراهيمي دا هم وويل چې که دهغوئ یوه ورځ درس ضایع کیږي نو دا داسې ده لکه یو کال چې پشا لاړ شي

د طالبانو لخوا د منځنۍ درجې د جينکو سکولونو بندولو ته په سوشل ميډيا هم سخت غبرګون ښودلې کېږي او خلک پرې د سخت خفګان او غصې څرګندونه کوي۔

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) په ټويټر لیکلي چې د طالبانو لخوا د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو نه پرانیستلو په اړه اندېښمن دي۔

د افغان مېرمنو او جينکو لپاره د امریکې ځانګړي استازي رینا امیري هم د افغان جينکو پر مخ تر شپږم پورته تولګیو تړل کیدو ته په غبرګون کې ویلي چې دا کار نه یوازې د طالبانو پر ژمنو باور کمزوری کوي بلکې په خبره یې د افغان جينکو په اړه د والدینو هیلې هم له منځه وړي۔

په کابل کې مېشت د اووم ټولګي يوه زده کوونکې ډيوه ته وايي د سکولونو تړل کېدو سره يې هغه ټولې هيلې ماتې شوې کومې چې د تېر اګست وروسته دوباره د سکولونو پرانستيلو سره ژوندۍ شوی وی۔

"دا چې زمونږه ښونځي يو ځل بيا زمونږه پرمخ وتړل شول نو ما هيله لرله چې زه ډاکټره شم، ملګرو مې غوښتل چې ډاکټرې شي، ښونکي شي، مګر مونږه يو نامالومه برخه ليک سره مخ شولو، بې هيلې شولو"

د بشري حقونو فعاله سپېځلې ځاځۍ وي او ای ډيوه ته وايي که چرې مېرمنې بې تعليمه پاتې کېږي نو په ټولنه کې به د خېرات غوښتونکو مېرمنو دشمېرې سېوا کېدو ترڅنګ د اقتصادي بحران له امله د جينکو په کم عمرۍ کې ودونه هم زيات شي۔

نوموړې زياته کړه چې کومه مېرمن بې تعليمه پاتې شي نو هغه د خپل شريک سم انتخاب نه شي کولی، نه ورته په ټولنه کې د خپلو حقونو پته وي او دا چې جونه به په کم عمرونو کې واده شي ځکه چې هغوئ ته به د خپلو حقونو مالومات نه وي او نه به پوهېږي چې په کوم عمر کې وده وکړي۔

سپېځلې ځاځۍ د نړيوالې ټولنې نه غوښتنه وکړه چې په دې حال يو نظر وکړي او د طالبانو په دولت غږ وکړي چې تر څو ښځو ته اجازه ورکړي چې خپل درس و تعليم جاري وساتي۔

په کابل کې د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان وي او ای ته ويلي چې ښوونځیو ته د جينکو د ورتګ د مخنیوي امر د طالبانو د مشرتابه له خوا په شپه کې راغلی او وزارت یې د پلي کولو پابند دی۔

طالبانو د تېر اګست په 15 د کابل د واک ترلاسه کولو وروسته د هلکانو او تر شپږم ټولګي پوري د جنيکو سکولونه خلاص کړي وو، خو د شپږم ټولګي پورته ښځينه زده کوونکو ته يې سکولونو ته د ورتلو اجازه نه وه ورکړې۔

د طالبانو د واکمنۍ څه دباندې اووه میاشتو تېرېدو وروسته هم تر اوسه کوم هیواد د دوئ حکومت په رسمیت ندې پیژندلی۔

د نړيوالې ټولنې د طالبانو څخه دا يوه مهمه غوښتنه ده چې جينکو او مېرمنو ته دې د تعليم ترلاسه کولو او د کار کولو اجازه ورکړي۔

(په رپورټ کې څه مالومات د وي او ای اشناڅخه اخستل شوي دي)

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG