لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین وانګ او د روس کابلوف کابل ته تللي


واشنګټن – د طالبانو حکومت خبر ورکړی چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې په کابل کې له طالب چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې دوی غواړي په مس عینک کان باندې کار پیل کړي.

د طالبانو د ریس الوزرا د مرستیال دفتر د مارچ په ۲۴ نېټه په یو ټویټ کې ویلي چې چینايي وزیر وانګ یې دغه خبرې له ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې کړي.

یادې ادارې همدارنګه په یو ټویټ کې ویلي چې وانګ یې د افغانستان د کانونو، انرژۍ او په اقتصادي‌ زونونو کې پانګونې ته لیواله دی.

دوی زیاتوي چې ملا عبدالغني برادر، د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یې سره په ناسته کې هغه ته ډاډ ورکړی چې افغانستان به د چین پرضد نه کارول کېږي.

کابل ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر دغه سفر له مخکې څخه نه و اعلان شوی.

وانګ یې تر دې مخکې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان په غونډه کې د مېلمه په توګه ګډون کړی وو.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان د یادې غونډې په پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د یو ټولګډ حکومت د جوړېدو غوښتنه شوې وه.

چین غواړي د مارچ په وروستیو کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د یوې غوندې کوربه وي.

همدارنګه د افغانستان لپاره د روس ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم کابل ته تللی.

د طالبانو د ادارې د اقتصاد مرستیال لطیف نظري ویلي، چې د افغانستان لپاره د روس دغه ځانګړی استازی د مارچ په ۲۴ نېټه کابل ته رسېدلی.

ده هم ویلي،‌ چې کابلوف به په کابل کې له طالب چارواکو سره په اقتصادي مسلو خبرې وکړي.

کابلوف د روس خبري‌ ادارې ته تېره اونۍ ویلي وو چې د ټرایکا غونډه به د مارچ په وروستیو کې په کابل کې د امریکايي استازې له حضور پرته ترسره شي.

د ټرایکا په غړو هېوادونو کې روس، امریکا، چین او پاکستان شامل دي.

کابلوف تر دې مخکې د ګل یا دوشنبې په ورځ روسي خبري رسنیو ته ویلي، چې د ټرایکا په دې غونډه کې به د افغانستان په بیا رغونې او دغه هېواد ته د نړیوالو مرستو په جذبولو باندې خبرې وشي.

د ټرایکا تر دې مخکینۍ غونډه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې شوې وه چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست امیر متقي ورته ورغلی وو.

د اسلام اباد له غونډې مخکې د ټرایکا د ماسکو په غونډه کې چې د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې شوې وه په یوې ګډې اعلامیې کې ویل شوي وو چې دوی د طالبانو د اسلامي امارت بېرته راتلل نه غواړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG