لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان د کشمیر په اړه د اسلامي همکارۍ سازمان غونډې ته د چین د خارجه وزیر بیان رد کړی


واشنګټن ــــ هندوستان د کشمیر په اړه د چین د بهرنیو چارو د وزیر هغه بیان رد کړی چې وړمه ورځ یې په پاکستان کې ورکړی وو او ویلي یې دي هیڅ هېواد ته دا اجازه نه ورکوي چې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ارندم باګچي ویلي دي، چې له جمو او کشمیر سره تړلې چارې د دوی کورني معاملات دي ځکه نو وایي د چین په ګډون هیڅ هېواد حق نه لري چې په اړه یې تبصره وکړي. په بیان کې ویل شوي:

"موږ د [او ای سي] د پرانیستې مراسمو ته په وینا کې د هندوستان په اړه د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي بې ضرورته اشاره ردوو".

د هند این ډي ټي وي د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د شورو- چارشنې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د جمو او کشمیر په اړه د چین د بهرنیو چارو د وزیر تبصره غیرضروري ده.

ارندم باګچي د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر ټویټر په یو بل بیان کې ویلي، په اسلام اباد کې د اسلامي‌ همکارۍ سازمان په غونډه کې چې په هند پورې کومې خبرې تړل شوې دي هغه پر "دروغو" او "غلط بیانۍ" ولاړې دي:

"کوم بیانونه او قراردادونه چې په غونډه کې منظور شوي دا خپله د یو تنظیم په توګه د اسلامي‌ همکارۍ سازمان غیرمتعلقه کېدل او له دې سازمانه د کار اخیستونکي په توګه د پاکستان د رول دواړو ښکارندویي کوي".

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په پاکستان کې د اسلامي‌ همکارۍ سازمان غونډې ته ویلي وو، د هند تر ولکه لاندې "کشمیر په اړه مو نن یو ځل بیا د خپلو ډېرو اسلامي ملګرو خبرې واورېدې او چین هم دوی ته ورته هیله لري".

پاکستان د چین د بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ورکړې وه او دا لومړی ځل وو چې هغه د اسلامي‌ هېوادونو د همکارۍ سازمان په غونډه کې ګډون وکړ.

هندوستان د چین د بهرنیو چارو د وزیر په اړه دا بیان په داسې وخت کې ورکړل شوی چې ځینې ناتیید شوي خبرونه وایي، هغه به افغانستان ته له ناڅاپي سفر وروسته د مارچ پر 25 هند ته سفر وکړي او له خپل هندي سیال ایس جې شنکر سره وویني.

د فرورۍ پر شپږمه د پاکستان وزیراعظم عمران خان په بېجنګ کې د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره تر لیدو وروسته په ګډ بیان کې هم د جمو او کشمیر ذکر کړی وو او چین هغه بیان ته هم سخت غبرګون څرګند کړی وو.

د هند د بهرنیو چارو وزارت هغه وخت پخپل بیان کې ویلي وو، چې له پاکستان او چین سره دواړو لانجمنې سیمې کشمیر او لداخ د هندوستان دي، وې او وي به او وایي دا له هنده نه بېلېدونکې سیمې دي.

تېر کال په جولای میاشت کې هم چین د جمو او کشمیر په اړه د پاکستان د دریځ ملاتړ کړی وو او ویلي یې وو بېجنګ د کشمیر په اړه د داسې یواړخیزو ګامونو مخالف کوي چې له کبله یې حالات خرابېږي. هند د چین هغه بیان هم غندلی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG