لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جمعیت علماء اسلام مشران وايي اسلام اباد ته ځي او عمران خان به له واکه لرې کوي


کراچۍ ــــ جمعیت علماء اسلام ګوند د مارچ په 24 مه له کراچۍ څخه د اسلام اباد پر لور د تحريک انصاف حکومت پر ضد لاريون يا لانګ مارچ پیل کړی.

د جميعت علماء اسلام د سيند صوبې مشر مولانا راشد سومرو وايي دغه لاريون به يې د تحريک انصاف حکومت پر ضد اخيرنی لاريون وي چې لاسته راوړنه به يې د عمران خان د وزير اعظم څوکۍ نه لرې کول وي. راشد سومرو وایي:

"عمران وايي چې مخالفه ګوندونو خپل ټول کارډونه [چالونه] ښودلي اوس زما وار دی او زه به یې د عدم اعتماد د رايه ورکولو مخکې حیران کړم، زه وايم د هیواد 22 کروړه خلک ستاسو سرپرایز ته په انتظار دي او دا سرپرايز به د وزيراعظم څوکۍ نه ستاسو استعفی وي".

د جميعت مشرانو د وينا تر مخه دغه مارچ د سيند صوبې له بېلابېل ښارونو څخه تېرېږي او د يو لوی کاروان په بڼه به اسلام اباد ته ور داخل شي.

د جمعيت ګوند د سيند صوبې مخکښ مولانا عمرصادق وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ويلي مرکزي حکومت غواړي په هيواد کې ګډوډي يا نتشار راولي ځکه چې وایي‌ څو ورځې وړاندې د جمعيت علماء اسلام غړو او د لاس لاندې تنظيم «انصارالاسلام» په پرامنه پلويانو باندې پارلمنټ لاجز کې پوليسو د حکومت په وينا تشدد هم کړی وو. مولانا عمر وايي:

"زمونږ د قاید [مولانا فضل الرحمن] امر دی چې اسلام آباد ته لاريون وکړئ او که حکومت زموږ لار نيسي نو زور يې مونږ ته معلوم دی".

مولانا عمر صادق وایي له تېرو ټولټاکنو وروسته جمعيت د تحريک انصاف ناجایز حکومت نه دی منلی او اوس مهال خو عامه خبر ده چې عمران خان په درغلیو حکومت يا واک تر لاسه کړی:

"مونږ اول هم د دغه نااهله ناجایز حکومت د فشار لاندې نه يو راغلي او نه راځو".

جميعت علماء اسلام دغه لاریون په داسې حال کې کوي چې د عمران خان پر ضد مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد تحریک د قامي اسمبلې سکټريټ کې جمع کړی او کېدای شي نن د مارچ په 25مه د قامي اسمبلۍ په اجلاس کې وړاندې شي او په نيزدې ورځو کې به په قامي اسمبلې کې پرې رايه ورکول کيږي.

په هېواد کې چې یوې خواته سياسي هلې ځلې مخ په زياتېدو دي، بلې خواته عمران خان د مارچ په 27مه اسلام آباد کې جلسه اعلان کړې ده. د تحريک انصاف حکومت د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري دعوه کوي چې تر لس لکه زياته خلک به په دغه جلسه کې ګډون کوي.

د پاکستان ډیموکرېټک موومنټ مشر مولانه فصل الرحمن په 23 مارچ د تحريک انصاف د مرکزي حکومت پر ضد لاريون اعلان کړی وو خو بيا «د پاکستان د ورځې» په مناسبت په اسلام اباد کې د پرېډ له امله يې ځنډولې وو. پاکستان مسلم ليګ نون ګوند د مارچ په 26مه د لاهور څخه د اسلام اباد په لور لاريون کوي.

د هيواد دننه چارو وزير شيخ رشيد په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ويلي چې رايه کارول د غړو ایيني حق دی او د بې باورۍ تحريک کې رايه ورکولو نه به څوک نه ودروي.

پي ډي ايم د جوړېدو وروسته وخت په وخت دا تور پورې کوي چې 2018 عام ټاکنو کې درغلي شوې او د پاکستان تحريک انصاف حکومت په درغلیو واک ته رسېدلی او پوځ يې په شا ولاړ دی.

خو د پوځ د عامه اړيکو ادارې مشر مېجر جنرل بابر افتخار څو ځله ويلي چې پوځ په سياست کې کار نه لري او د تحريک انصاف حکومت وزيرانو وار په وار ويلي چې مخالفه ګوندونه د خپلو درغلیو د پټولو د پاره سره يو شوي، دوی به په پارليمان کې د ننه او بهر د اپوزيشن مقابله کوي او حکومت به خپل پنځه کاله پوره کوي.

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG