واشنګټن ــــ د طالبانو حکومت د چین د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به دغه هېواد ته هیڅ ډول خطر نه پېښېږي، چین هم ورته ویلي چې د افغانستان په چارو کې به لاسوهنه نه کوي. طالبانو له چینه د کانونو په را ایستلو، د پراختیایي منصوبو په عملي کولو او د میس عینک منصوبه کې د کار د پیل کولو غوښتنه کړې.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د پاکستان له دوه ورځني سفر وروسته پرون ناببره کابل ته لاړ او د طالبانو د رئیس الوزرا یا وزیراعظم له مرستیال ملا عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو له نګران وزیر امیر خان متقي او د کورنیو چارو له نګران وزیر او د حقاني ډلې له مشر سراج الدین حقاني سره یې ولیدل.
د طالبانو د خپاره کړي بیان له مخې د دوی د بهرنیو چارو د نګران وزیر امیر خان متقي او د چین د خارجه وزیر پلاویو د افغانستان او چین پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړیکو خبرې کړې دي.
په بیان کې د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي له خولې ویل شوي "چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کول نه غواړي او نه هم غواړي د داسې لاسوهنې له لارې په دې هېواد کې خپلې ګټې خوندي کړي".
د طالبانو د بیان له مخې په دې ناسته کې له چینایي پلاوي سره د افغان زده کوونکو د سکالرشپونو، د ویزو د ستونځو، د کانونو په برخه کې د چینایي سرمایه کارانو د کار د پیلولو او د چین د «یوه پټۍ یو سړک» په نوم منصوبه کې د افغانستان د رول په اړه خبرې شوې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت پخپل بیان کې ویلي، خارجه وزیر وانګ یي د طالبانو د وزیراعظم له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې چې طالبان به پر خپلو هغو ژمنو ولاړ وي چې نه به یې خاوره بهرني قوتونه د کوم څنګلوري هېواد په ضد استعمالوي او نه به د هغوی امن ته خطر پېښوي.
د طالبانو په بیان کې ملا عبدالغني بردار په ټینګار سره د چین د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد په ضد نه کارول کېږي. ملا بردار ویلي چې په افغانستان کې امن او ارامي په سیمه کې د امن او ارامۍ په معنا دي.
د سیاسي چارو کتونکي وايي، چین له افغانستانه د ایغور وسلوالو د ور اوښتلو په اړه اندېښنه لري، وایي چین د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه خطر احساسوي او له دې خطر څخه د ځان ساتلو لپاره هم چین غواړي چې له طالبانو سره اړیکې وساتي.
ملا عبدالغني برادر د افغانستان د کانونو زېرمو ته په اشارې سره له چینه غوښتي چې د دې هېواد د کانونو د ایستلو، د پرمختیایي منصوبو د عملي کولو او د لوګر د میس عینک پروژې کار پیل کړي.
ملا برادر له چینه دا هم غوښتي چې د "یوه پټۍ یوه لار" په منصوبه کې دې افغانستان ور ګډ کړي. "یوه پټۍ یوه لار" د چین یوه ستره منصوبه ده چې دا هیواد له منځني ختیځ او یورپ سره نښلوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر په داسې وخت کې کابل ته ناڅاپي سفر وکړ، چې د چین په کوربتوب د مارچ پر 30 او 31مه د افغانستان په اړه د شپږو ګاونډیو هېوادونو غونډه کېږي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وېنبین د پنجشنبې- زیارت په ورځ په بېجنګ کې یوې خبري غونډې ته په دې اړه وویل:
"موږ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د درېیمې غونډې لپاره تیارۍ تېزې کړې دي، چین د افغانستان د څنګلوري په توګه تیار دی چې له خپل قوته ګټه واخلي او د دې هېواد د دایمي ارامۍ او امن لپاره کار وکړي".
ټاکل شوې چې د چین غونډې ته به د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قرېشي په ګډون د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم ورځي چې پکې به د افغانستان پر حالاتو او بشري مرستو خبرې کېږي.
که څه هم د پاکستان او چین په ګډون ځینو نورو ګاونډیو هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیستي ساتلي، خو تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت لا په رسمیت نه دی پېژندلی او نه یې ورسره سفارتي اړیکې پیل کړې دي.