تازه خبر

اوکرایني ځواکونو کیېف ته څېرمه روسان په شا تمبولي

واشنګټن - اوکرایني ځواکونه د کیېف په ختیځ کې ښارونه بیرته نیسي او روسي ځواکونه چې هڅه یې کوله پلازمېنه کیېف ونیسي په شا روان دي.

رویټرز خبري ادارې د برتانیې له خولې د جمعې په ورځ راخیستي دي چې، دا د جګړې په ډګر کې یو مهم بدلون ښکاري.

د کیېف د ختیځو څنډو ښاروال ویلي، اوکرایني سرتیرو نېږدې کلي نیولي او په زرګونو ملکیان د چارواکو په غوښتنه د ځوابي برید له وېرې اوس له خپلو سیمو څخه وځي.

په اوکراین د روسي سرتېرو د یرغل راهیسې میاشت پوره کېږي خو تر اوسه په دې کې ناکامه شوي دي چې د اوکراین یو ستر ښار هم ونیسي.

لویدیځو هېوادونو ویلي، دغه عملیات د دې لپاره وه چې د ولسمشر ویلادمیر زیلېنسکي حکومت په چټکۍ سره نسکور کړي خو د کیېف په دروازو کې یې مخه ونیول شوه.

د دې پر ځای روسي ځواکونه د اوکراین په ښارونو باندې بمبارۍ کوي، کلابندوي یې او شاخوا ۴۴ میلیونه خلک مجبوره کوي چې خپل کورونه پرېږدي.

بل پلو ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له پولېنډ څخه لیدنه وکړي چې اوکرایني کډوال له نېږدې وویني.‌

پولېنډ ته له اوکراین څخه ۳.۶ میلیونه اوکراینیان کډوال شوي دي.

کیېف سره نېږدې د جګړې کرښې په ټپه ولاړې او د روسانو زغروال کتارونه د شمال لویدیځ او ختیځ څخه کیېف ګواښي.

خو د برتانیې استخباراتو د جمعې په ورځ وویل، چې د اوکراین ځوابي عملیاتو روسان په ختیځ کې ډېر په شا تمبولي.

وروستي راپورونه وايي،‌ چې اوکرایني ځواکونو اوس د کیېف په ۳۵ کیلومټرۍ کې دفاعي کرښې جوړې کړي.

اوکرایني ځواکونو ویلي، چې دوی روسي ځواکونه نور هم په شا تمبولی شول خو د ملکیانو د مرګ ژوبلې له وېرې ودرېدل.

دوی ویلي، د پلازمېنې شمال لویدیځ لور ته اوکرایني ځواکونه کوښښ کوي چې په ارپېن، بوچا او هوستومېل کلیو کې روسي سرتېري کلابند کړي.

دې ته ورته په شمال ختیځ کې د چرنیېف ښار هم تر اوسه د اوکراینیانو په لاس کې دی او ددغه ښار ښاروال ویلي، چې د ښار شاخوا روسي ځواکونه پراته دي.

په خارکیېف چې د جګړې له پیل راهیسې پرې د روسانو لخوا بمباري روانه ده پولیس وايي، څلور نور کسان په بمباریو کې وژل شوي. روسان دا ردوي چې ګواکې په ملکي وګړو بمباري کوي.

همدارنګه په ختیځ کې د مېرېپول بندري ښار د جګړې له پیل راهیسې کلابند دی او په لسګونو زره خلک بند پاتې دي چې خواړه، درمل، برېښنا او ګاز نه لري.

یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي ویلي، چې واشنګټن او متحدین یې په دې کار کوي چې د اوکراین د سمندري غاړو د ساتلو لپاره اوکراین ته د کښتیو او بیړیو ضد وسلې ورکړي.

اوکرایني ځواکونو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ادعا کړې چې د روس یوه بیړۍ یې د روسانو تر واک لاندې بندر کې د درېدو پر وخت الوځولې ده.

امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي، روسان د خپل اداره کېدونکو توغندیو په نخښه ویشتلو کې ۶۰ فیصده ناکامه شوي دي.

د امریکا ولسمشر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، که روس په اوکراین کې کیمیاوي وسلې وکاروي نو د لویدیځ له پوځي غبرګون سره به مخ شي.

بایډن د ناټو په مرکز کې دا هم وویل،‌ چې روس باید د جي سیون له ډلې څخه وویستل شي او اوکراین ته باید اجازه ورکړل شي چې په دغو غونډو کې ګډون وکړي.

بایډن دا ومنله چې دغه مسله د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د نړۍ له مشرانو سره په غونډو کې راپورته شوې ده.

بایډن په خپلې خبري غونډه کې وویل، چې امریکا له اوکراین سره د یو بیلن ډالرو په ارزښت د بشري مرستو ژمنه کړې ده چې په میلیونونو اغېزمن شویو اوکراینیانو سره پرې مرسته وشي.

په داسې حال کې چې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په برسلز کې د ناټو او جي سیون غونډې روانې وي، لاریون کونکي د باندې راټول شوي وو او په روس یې د سختو اقداماتو غوښتنه کوله.

XS
SM
MD
LG