لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اپوزیشن ګوندونو په یو ګډ لیک کې د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د علي وزیر د ګډون غوښتنه کړې


واشنګټن ـــــ د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د قومي اسمبلۍ سپیکر ته یو لیک لېږلی چې پکې یې له هغه څخه غوښتي، د کراچۍ په زندان کې د پارلمان بندي غړی علي وزیر دې د بې باورۍ تحریک په اړه د قومي اسمبلۍ را بلل کېدونکې غونډې ته راوغواړي.

د اپوزیشن ګوندونو په استازیتوب د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر ته دغه لیک په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي او د نېشنل ډیموکرېټک موومنټ مشر محسن داوړ سپارلی دی.

محسن داوړ د جمعې په ورځ له قومي اسمبلۍ دباندې د نورو اپوزیشن ګوندونو له مشرانو سره یو ځای رسنیو ته په خبرو کې ناهیلي څرګنده کړه چې وایي‌ سپیکر به علي وزیر ته په غونډه کې د ګډون اجازه ور نه کړي:

"نن د اپوزیشن یو غړی په جېل کې دی سبا به د دوی کوم غړی بندي وي، دی پابنده دی چې هغه را وغواړي خو تر اوسه یې نه دی را غوښتی، هغه د غیرجمهوري قوتونو د کسټوډین [ساتونکي] کردار تر سره کړ".

د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر تر اوسه د اپوزیشن ګوندونو دې غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی او نه یې دا ویلي چې هغه به د علي وزیر پروډکشن آرډر نه جاري کوي.

ټاکل شوې وه چې د مارچ پر 25مه د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د بې باورۍ تحریک وړاندې شي، خو د اسمبلۍ د یو غړي د مړینې له کبله غونډه د مارچ 28مې ته وځنډول شوه.

په دې لیک کې- چې محسن داوړ پر خپل ټویټر خپور کړی- له سپیکره غوښتنه شوې چې د قومي اسمبلۍ په 41مه غونډه کې د ګډون لپاره دې د علي وزیر پروډکشن آرډر یا د هغه د ګډون امر جاري کړي چې هغه وکولای شي د بې باورۍ تحریک ته خپله رایه ورکړي.

په لیک کې له سپیکره غوښتل شوي چې خپله بې طرفه وښیي او د اسمبلۍ د هر غړي- که هغه له هر ګوند سره تړاو لري یا یې نه لري- پروډکشن آرډر جاري کړي او هیڅ انتخابي حلقه د اسمبلۍ په دې مهمه غونډه کې د خپل استازي له ګډونه محرومه نه کړي:

"د اېوان د ساتونکي په حیث او د اسمبلۍ قواعدو او ضابطو او د ۲۰۰۷م کال د اسمبلۍ اصولو ته په کتو له تا څخه غوښتنه کېږي چې د علي وزیر پروډکشن آرډر جاري کړې".

سپیکر ته په لېږل شوي لیک باندې د محسن داوړ په ګډون د پیپلز ګوند بلاول بټو زرداري، د مسلم لیګ نواز ګوند شهباز شریف، د بلوچستان نېشنل ګوند سردار اختر جان مېنګل، د جمعت علمای اسلام ګوند مولانا اسد محمود او نورو لاسلیکونه کړي دي.

د تېر کال د جون میاشت په اخر کې د قومي اسمبلۍ سپیکر د علي وزیر پروډکشن آرډر هغه وخت جاري کړی وو، چې په پارلمان کې د کالني بجټ په اړه بحثونه روان وو، خو په تېره نومبر میاشت کې یې د قومي اسمبلۍ او سېنټ ګډې غونډې ته هغه بیا نه وو را بللی.

علي وزیر په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ دی، چې د 2020م کال په دسمبر میاشت کې په پېښور کې پولیسو نیولی وو او له شاوخوا پینځلسو میاشتو د کراچۍ په زندان کې بندي دی.

د علي وزیر په ضد په کراچۍ ښار کې په 2018م، 2019م او 2020م کلونو کې درې مقدمه درج شوې وه، چې تر اوسه ورته یواځې په درېیمه مقدمه کې سپریم کورټ ضمانت ورکړی دی او د نورو دوو مقدمو د ضمانت درخواستونه یې لا نه دي منل شوي.

په علي وزیر تور دی چې وخت په وخت یې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې د پاکستان د ریاستي ادارو خصوصاً د پوځ په ضد خبرې کړې او خلک یې پارولي دي خو د هغه وکیل دا تورونه رد کړي او وایي هغه د خپلو خلکو حقونو لپاره ږغ پورته کړی وو.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG