لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د جينکو د تعليم څخه منع کولو په سر د طالبانو سره خبرې ختمې کړي


امريکايي چارواکو د جمعې په ورځ ویلي، په افغانستان کې طالبانو جينکو ته د تعليم د اجازې ورکولو د پرېکړې بیرته اخستو وروسته امریکې په دوحه کې د طالبانو سره کېدونکې خبرې ختمې کړي دي.

امریکا په دوحه کې د طالبانو سره په مهمو اقتصادي مسلو خبرې کولې، دغه خبر (يو اېس) نيوز خپره کړې ده.

په 23 مارچ طالبانو د افغانستان په یخو سیمو کې د هلکانو او جېنکو د ثانوي درجې سکولونه د اوو میاشتو وروسته خلاص کړي وو، او ګڼ شمېر جينکۍ چې سکولونو ته ورغلې خو لا دوی خپل درسونه پېل کړي نه وو چې سکولونو ته امر وشو د شپږم ټولګي نه بره جینکۍ دې بېرته کورونه ته ولېږل شي.

د امریکې، برتانیې، کېنېډا، فرانس، اټلي او ناروی د بهرنيو چارو وزارتونو په ګډه اعلاميه کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو دغه پرېکړه غندلې چې د جينکو دپاره یې سکولونه/ ښوونځي تړلي او د طالبانو نه يې غوښتي چې خپله پرېکړه بيرته واخلي او سکولونه پرانيزي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت لخوا په 24 مارچ په شريکه خپره کړې اعلاميه کې ويل شوي، مونږ په شریکه د طالبانو دغه پرېکړه غندو چې په 23 مارچ جينکۍ د سکولونو بيرته ليږلي دي.

يو اېس نيوز د رايټر له قوله ویلي چې د امريکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د طالبانو د جينکو د تعليم د پرېکړې بيرته اخستو ګام سخته مايوسي خوره کړې چې د افغانستان ولس او نړيوالې ټولنې سره د کړې ژمنې نه په شا شوي دي.

د خبر ترمخه د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، مونږ د (طالبانو) سره ځينې ليدنې ختمې کړي چې پکې په دوحه کې ناستې شاملې وې، او دا خبره مو پرې واضحه کړې چې زمونږ دغه پرېکړې په ليدنو کې مهم کردار لوبولو.

د رويټرز ترمخه د دغو ناستو سره اړونده درې چارواکو ويلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د خالي/ شنبې او اتوار/ يکشنبې په ورځ ناستې ټاکل شوې وې.

په خبر کې د سرچینو له قوله ویل شوي چې په دغو ناستو کې د ملګرو ملتونو او نړيوال بېنک استازي هم شامل وو.

او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزارت تاييد کړې چې د طالبانو پلاوی به دوحې ته تلو.

ويل شوي په غونډه کې د افغانستان د مرکزي بېنک د ازادولو او حکومت ته د افغانۍ کرنسۍ چاپ کولو په اړه به هم خبرې کېدې. او دا چې د نړيوال بېنک د لارې به افغانانو ته بشري مرستې ورکول شامل وو.

خو په خبر کې دا هم ويل شوي چې د قطر هغه الوتکه چې د طالبانو د بهرنيو چارو د وزیر امیر خان متقي پلاوی به يې دوحې ته بوتلو، لا د کابل څخه بيرته نه ده ستنه شوې.

دغه کار په داسې وخت کې شوی چې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته افغانستان د سخت اقتصادي او بشري بحران سره مخ دی او طالبان د افغانستان هغو اربونو ډالرو ته رسايي هم نه شي کولی کوم چې په بهرنيو هيوادونو کې پراته دي.

د ملګرو ملتونو ترمخه دا وخت په افغانستان کې په مجموعي توګه 23 ملينه ابادي د لوږې سره مخ ده، او د ابادۍ 95 فيصده خلک پوره خوراک ته رسايي نه لري.

باختر دولتي خبري اژانس ويلي، د طالبانو د تعليم وزارت د نجونو د درسونو د ځنډېدو لامل په دې اړه «د شریعت او افغاني دود او کلتور مطابق» طرحې جوړول یاد کړي دي:

"کله چې په دې اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او د اسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي بيابه مکاتبو او ليسو ته رسماً خبر ورکول شي."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG