لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان روغتیا چارواکي‌ د صوبې په هرو يو لک کسانو کې 260 کسان په ټي بي ناروغۍ اخته کېږي


کوټه ــــ په بلوچستان کې د ټې بي یا نري رنځ د مخنیوي لپارہ کارکوونکي چارواکي وایي په ایالت کې د ټي بي د ناروغانو شمېر تر دېرش زرہ زیات دی، وایي په هر یو لک کسانو کې تر دوه نیم سوه زیات کسان په دې ناروغۍ اخته دي.

د ټي بي کنټرول پروګرام ایالتي سنېر افیسر ډاکټر وکيل خان شيراني وایي د 2021 کال تر پايه پورې یې تر 11 زره زيات د ټی بي ناروغان معلوم کړي، خو په خبره یې لا هم خپل هدف ته نه دي رسېدلي:

"زموږ چې کوم حالات دي لکه غربت، په يوه کور کې د زياتو کسانو استوګنه, ناخواندګي او داسې نور مشکلات چې موږ ورسره مخ يو، د دې ټولو له حسابه په يو لک کسانو کې 260 کسان ټي بي ناروغي لرلای شي".

ډاکټر وکیل خان وایي له همدې حسابه دا وخت په ايالت کې له 36 زرو څخه تر 37 زرو کسان د ټي بي ناروغان دي:

"موږ تر دا مهاله يواځې 11,500 ناروغان موندلي او د هغوی مفته درملنه روانه ده".

د کوټې په يوه شخصي هوټل کې د ټي بي په اړ‎ہ جوړ‎ه شوه غونډہ کې د بلوچستان ايالت له بېلابېلو سیمو څخه ډاکټرانو او د ټي بي ناروغۍ د مخنوي لپاره کارکوونکو او چارواکو ګډون درلود.

په دې غونډه کې برخه اخيستونکی او د ټي بي کنټرول پروګرام د "ایم ډي آر" ایالتي ذمه وارہ ډاکټر ظفر وي او اې ډيوه ته وويل، ټي بي يواځې د سينې نه بلکې د کولمو، نس، هډو، سر او د بدن د نورو برخو هم کېدای شي:

"د خلکو په ذهنو کې دا دي چې دا يواځې دا د سینې ناروغي ده، خو ټي بي په بدن کې د نورو برخو هم کيدای شي، که چېرې پر وخت تشخيص وشي، د دې ناروغۍ مخنیوی او درملنه په اسانۍ سره کېدای شي".

د نري رنځ یا ټي بي ناروغۍ یو ماهر ډاکټر ظفر خوستی وایي، دا ناروغي له يوه انسان څخه بل انسان ته لګېدلای شي، ځکه نو وایي خلک باید په دې ناروغۍ کې ډېر زیات احتیاط وکړي:

"د ټوخي په کولو سره د انسان له خولې د لاړو وړې ذرې وزي او هغه بل انسان په ساه اخيستلو کې واخلي، نو هغه بل کس هم اغېزمن کړي او ناروغه يې کړي، موږ خلکو ته وايو که په تاسو کې تر دوو اونيو زيات وخت پورې ټوخه يا تبه وي نو د جين ايسپرټ يا د بلغم ماهرينو ډاکټرانو باندې تشخیص وکړئ، په داسې کولو به د دې ناروغۍ مخه ونيول شي".

د ډاکټر وکيل خان شېراني په خبرہ د دوی ادارہ د ټي بي په اړه په خلکو کې پوھاوی، د ناروغۍ تشخيص او درملنه بې فيسه او وړیا کوي، وايي په ايالت کې يې کابو يونيم سل مرکزونه جوړ کړي چې پکې د دې مرض تشخيص هر څوک مفت کولای شي.

د روغتیا د نړ‎یوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) د رپورټ له مخې د ټي بي ناروغۍ له کبله په نړۍ کې هره ورځ له درو تر پینځه زرو پورې کسان اغېزمن کيږي.

شمېرې ښیي په کال 2018 کې له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې تر پینځلس لکه زيات کسان مړه شوي دي.

رپورټونه وایي په پاکستان کې ياده ناروغي هر کال تر پینځه لکه زياتو کسانو ته ور پورې کېږي، په کوم کې چې 35 سلنه کسان له کم تشخيصه او درملنې پرته مرګ ته غاړ‎ہ ورکوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG