لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن په وارسا کې د پولېنډ له ولسمشر او اوکرایني کډوالو سره ولیدل


UKRAINE-CRISIS/USA-POLAND
UKRAINE-CRISIS/USA-POLAND

واشنګټن – د امریکا ولسمشر جو بایډن د خالي‌ یا شنبې په ورځ په وارسا کې د پولېنډ له ولسمشر انډرې ډوډا او نورو پولېنډي چارواکو سره په اوکراین د روس د یرغل په اړه خبرې وکړې.

داسې ښکاري چې روس د خپل عملیاتو لوری د پلازمېنې کیېف څخه ددغه هېواد ختیځې خواته اړولی دی.

د ناټو غړي هېواد پولېنډ تر دوه میلینو زیات اوکرایني کډوال منلي دي.

بایډن د وارسا له ښاروال سره په ګډه له ځینو دغو کډوالو سره ولیدل او د بشري مرستو په اړه یې ورسره خبرې وکړي.

همدارنګه د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سلیوان ویلي، چې بایډن به د شنبې ناوخته د وارسا شاهي ماڼۍ کې وینا وکړي.

بایډن د جمعې په ورځ پولېنډ ته له رسېدو سره د اوکرایني کډوالو په اړه د پولېنډ غبرګون ستایلی او د پولېنډ د بشری مرستو له کارکونکو او د اوکراین پولې ته څېرمه یې د مېشتو امریکايي سرتیرو سره لیدلي.

بایډن له امریکايي سرتېرو سره په لیدنه کې ویلي، "تاسو د ډیموکراسیو او زورولو ترمنځ د جګړې منځه کې یاست.

دغه امریکايي سرتېري د دې لپاره د پولېنډ کې ځای پر ځآی شوي چې د ناټو د ختیځې سیمې له هېوادونو سره ملاتړ څرګند کړي.

په دغو هېوادونو کې پولېنډ، لیتوانیا، لیتویا، بلغاریا او رومانیا هېوادونه شامل دي.

بایډن د جمعې په ورځ په پولېنډ کې له مېشتو امریکايي سرتېرو سره تر لیدنې وروسته له هغوی سره د شپې ډوډوۍ هم خوړلې.

په ورته وخت کې د جګړې له ډګر څخه په راغلو راپورونو کې امریکا او لویدیځو چارواکو د جمعې په ورځ ویلي وو چې په اوکراین کې د روسي سرتېرو په سټراتېژۍ کې لیدل کېږي.

یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، "مونږ فکر کوو چې هغوی هڅه کوي ډباس سیمه پرې کړي."

د روس د لوی درستیر مرستیال جنرال سرګې رډسکوی هم دغه بدلون تایید کړی او ویلي یې دي چې د روس د عملیاتو لومړی موخه چې د اوکراین جګړیزه وړتیا کمه کړي ترلاسه شوې ده.

هغه وویل، روسي ځواکونه اوس په اصلي هدف باندې تمرکز لري چې هغه د ډونباس ازادول دي.

خو د لویدیځ استخبارات اټکل کوي چې د روس لخوا په تګلاره کې بدلون ښايي له دې امله وي چې هغوی د اوکراین د حکومت په پرزولو کې پاتې راغلي.

برتانوي چارواکو ویلي، روسان په دې کې پاتې راغلل چې خپلو اوږدو کتارونو ته اکمالات ورسوي او له همدې امله اوکراینیان په دې وتوانېدل چې هغوی له کیېف څخه ۳۵ کیلومټرۍ ته په شا و تمبوي.

په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلېنسکي د جمعې په ورځ په یو ویډیوي پیغام کې ویلي،‌ د اوکراین مقاومت به روسیه دې ته وهڅوي چې د خبرو له لیارې د حل په لټه کې شي.

زیلېنسکي وايي، مونږ باید خبرې وکړو، معنی لرونکې، بیړنۍ او مناسبې خبرې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG