لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت د ارمان لوڼي په وژنه تورن پولیس افسر ته تر نیولو مخکې ضمانت ورکړی


د پښتون ژغورنې غوﺭځنګ د مرکزي کمېټۍ د غړي اﺭمان لوڼي په وژنه توﺭن پوليس افيسر عطاءالرحمان ته د لورالايي ځایي‌ عدالت د نه نيولو ضمانت ورکړی دی.

د ارمان لوڼي د کېس وکيل صادق خان عليزی وایي نن د شنبې- خالي په ورځ د لورالايي سېشن کورټ ډي ايس پي عطاالرحمان او د هغه څلور پينځه نورو پولیس ملګرو ته ضمانت ورکړ.

د 2019م کال پر دويمه فبرورۍ د بلوچستان په لورالايي ښار کې د پښتون ژغورنې تر پرلت وروسته له پوليسو سره تر شخړې وروسته ابراهيم ارمان لوڼی په ټپي حالت کې روغتون ته وړل شوی وو او ساه یې ورکړې وه.

د پي ټي ايم مشرتابه او د ارمان لوڼي کورنۍ د هغه د مرګ تور د لورالايي د پوليسو پر ډي ايس پي او نورو پوليسو عسکرو باندې لګولی وو.

د ارمان د کورنۍ او د پي ټي ايم له لوري د هغه د مړينې د پلټنو لپاره د عدالتي کميشن تر څنګ د يادو تورنو پوليس چارواکو د نيولو او د ارمان کورنۍ ته د انصاف ورکولو غوښتنه لا هم کېږي.

د وکیل صادق عليزي په خبره تر نيولو له مخه د ضمانت درخواست د ډي ايس پي عطاءالرحمان له لوري درې مياشتې وړاندې عدالت ته ورکول شوی وو، چې وایي عدالت نن منظور کړ. عليزي وي او اې ډیوه ته وویل:

"په جنورۍ مياشت کې دا درخواست عدالت ته ورکول شوی وو، بيا څه پېشۍ په فرورۍ کې وشوې، پرون پر دې بحث وشو او نن د عدالت جج طاهر همايون د قبل از ګرفتاري ضمانت قبول کړ، ور پوخ يې کړ، يعنې د دوی ګرفتاري به نه کېږي، نه به له دوی څخه پوښتنه ګروېږنه کېږي، دوی به اوس ازاد وي".

د عليزي په خبره د قتل په مقدمه کې يو چا ته هم د ضمانت ورکولو امکان نه وي:

"دا د ورځې پېښه ده، شپږ عيني ګواهان دي او ټول بې طرفه ګواهان دي، په شپږو کې يو هم له عطاءالرحمان يا نورو پوليسو عسکرو سره يو ډول نفرت هم نه لري، په دا ډول زر (1000) مقدمو کې په يوه کې هم تر ګرفتارۍ له مخه د ضمانت ورکول امکان نه لري".

ساسي فعاله او د ارمان لوڼي خور وړانګه لورڼۍ وايي د عدالت له لوري د يو چا په قتل کې نومول شوي تورن کس ته داسې اسانتياوې برابرول پر عدالتي نظام د هغو راپورته شوو شکونو پخلی کوي چې په پاکستان کې عدالتونه د چا پر ضد او د چا په حق کې څنګه کارول کيږي.

وړانګه وایي له اوله يې هم د انصاف تمه نه وه،ځکه چې د ارمان د مرګ د مقدمې درې کاله وشول، خو وایي‌ ډي ايس پي عطاوالرحمان چې کله هم عدالت ته وړاندې شوی نو "ښه په روب او دبدبه او پروټوکول" کې وي:

"نن هم موږ وليدل چې ښه سيکورټي ورسره وه، ټوپکوال او د لورالايي پوليس ورسره وو، زموږ همدغه توقع وه چې داسې فيصله به کېږي، له دې رياسته د انصاف تمه کول ناشونې ده".

د بلوچستان ايالتي حکومت هغه وخت ويلي وو چې ارمان لوڼی وژل شوی نه بلکې د زړه د دورې له کبله مړ شوی دی، د ارمان کورنۍ او پي ټي ايم د حکومت دغه ادعا ردوي. د بلوچستان حکومت د ضمانت پر عدالتي پرېکړه څه نه دي‌ ویلي.

د وړانګې لوڼۍ په خبره له عدالتې فيصلې راتلو سره سم به د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتين او نورو مشرانو سره له سلا او مشورې کولو وروسته نور ګامونه اخلي.

د ايډوکېټ صادق عليزي په خبره د ارمان له مرګه دوې مياشتې پس پر يو اپريل 2019 د سېنټ د پارليماني او انساني حقوقو د کمېټۍ په سپارښتنه او له سختو احتجاجونو وروسته پر ډي ايس پي عطاءالرحمان او د هغه پر ملګرو باندې د قتل تر دفعه 302 لاندې مقدمه درج کړل شوې وه.

د پښتون ژغورنې غؤرځنګ مشر منظور پښتون په څو واﺭه ويلي چې د اﺭمان لوڼي قاتلانو ته سزا غواړي او په هر حال کې به د دې کېس دفاع کوي.

د لورالايي د وکيلانو د تنيظم له لوري د عدالتي فيصلې پر ضد د دوشنبې- ګل په ورځ له عدالتونو د بايکاټ کولو او د تورې ورځې په توګه د لمانځلو اعلان کړی دی.

د وکیلانو د تنظیم د بایکاټ نوټیفیکېشن وي او اې ډیوه تر لاسه کړی، چې پکې یې د عدالت دا پرېکړه "غیرقانوني، غیرآییني او غیراخلاقي" بللې ده.

پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو د ارمان لوڼي په وژنه تورنو پولیسو ته د ضمانت ورکولو د لورالایي عدالتي پرېکړه غندلې ده او وایي که عدالتونه تل داسې پرېکړې کوي نو خلک به د عدالتونو پر انصاف بې باوره شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG