لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې د نجونو د تعلیم لپاره احتجاج، ملاله یوسفزۍ وایي طالبان که د ښځو او نجونو حقونه نه مني په رسمیت دې نه پېژندل کېږي


واشنګټن ـــــ په کابل کې په لسګونو استادانو، زده کوونکو او د حقونو فعالانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو د بندیزونو په ضد احتجاج کړی. بل لور ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لسو غړو هیوادونو په یوه اعلامیه کې له طالبانو په کلکه غوښتي چې د نجونو د سکولونو د بندولو په اړه خپل پرېکړه بیرته واخلي.

په کابل کې پرون ګڼ شمېر ښځې د طالبانو د حکومت د هغې پرېکړې په ضد سړکونو ته د احتجاج لپاره را وتلې، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زدکړو اجازه نه ورکوي.

په دې احتجاج کې ګڼ شمېر نجونو زده کوونکو هم ګډون کړی او له طالبانو یې غوښتي چې زر تر زره دې د نجونو سکولونه بیرته پرانیزي او دوی ته د زدکړې حق ورکړي. په احتجاج کې شریکې یوې مېرمنې لیلا بسیم اې ایف پي ته ویلي:

"طالبان باید د نجونو سکولونه خلاص کړي، ښځې د ټولنې نیمی برخه ده ځکه نو طالبان نه شي کولای چې د افغانستان ښځې ورکې کړي".

احتجاج کوونکو ښځو له زده کوونکو نجونو سره د همږغۍ او ملاتړ په خاطر د افغانستان د نجونو د سکولونو جامې اغوستې وې. یوه بله احتجاج کوونکې مونسیه مبارز وایي:

"نن را غونډې شوې یو چې د دې ګډ درد په اړه فریاد وکړو او پرې نه ږدو چې یو نسل مو د زدکړې او تعلیم له حقه محروم شي، هیڅ قانوني، شرعي او منطقي جواز نه لري چې افغانې ښځې له تعلیم، سیاست او ټولنیز فعالیته را وګرځول شي".

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لسو غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو له‌ خوا د نجونو د ښوونځیو تړل کېدو سره کلک مخالفت ښودلی دی.

امریکې، برتانیې، فرانس، ناروې، البانیا، برازیل، ایرلېنډ، مېکسیکو، متحده عربي امارات او ګبون هېوادونو له طالبانو غوښتي چې د ټولو نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي.

په ملګرو ملتونو کې د عربي اماراتو دایمي استازې لانا زکي نسیبه وایي:

"موږ څرګند پیغام لرو: د افغانستان ټولې نجونې باید سکولونو ته لاړې شي، دا اوونۍ تر یو میلین زیاتې نجونې تیارې وې چې بیرته سکولونو ته لاړې شي خو سکولونو ته د تګ په وروستۍ شېبه کې یې هیلې ماتې شوې، دا پرېکړه د طالبانو له هغو ژمنو پر شا کېدل دي چې په وروستیو اوونیو او میاشتو کې یې له نړیوالې ټولنې سره کړې دي".

د طالبانو د تعلیم وزارت په ښکاره تر شپږم پورته د نجونو تعلیم د ځنډولو په اړه ویلي، چې کله یې له شریعت او افغاني دود دستور سره سم د نجونو د تعلیم لپاره تیاري پوره کړه نو د هغوی سکولونه به بیرته خلاص کړي.

د طالبانو د حکومت پر دې پرېکړه په افغانستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې سختې نیوکې شوې دي.

په قطر کې پرون د «دوحه فورم» ویناوالو وویل، طالبان نه شي کولای چې نجونې په دایمي توګه د خپل تېر حکومت غوندې له تعلیمه بې برخې وساتي. ملالې یوسفزۍ په دې غونډه کې وویل:

"پر طالبانو دې فشار راوړل شي او د دوی د هر ډول سفارتي پېژندنې لپاره دې د نجونو تعلیم نه بدلېدونکی شرط ورته کښېوول شي، طالبان باید په رسمیت ونه پېژندل شي که دوی د ښځو او نجونو بشري حقونه نه مني".

د کابل په ګډون پرون د ایرلېنډ په پایتخت ډبلین ښار کې هم لسګونو افغانانو په افغانستان کې د نجونو د تعلیم لپاره احتجاج کړی وو، دوی په لاسونو کې شعارپاڼې را اخیستې وې چې تعلیم او پوهې غوښتنې ورباندې لیکل شوې.

امريکې د جمعې په ورځ په افغانستان کې نجونو ته د تعليم د اجازې نه ورکولو له پرېکړې وروسته په دوحه کې له طالبانو سره کېدونکې خبرې ختمې کړې. د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو دغه پرېکړه غندلې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG