لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزيراعظم وروسته د پنجاب د وزیراعلا پرضد هم د عدم اعتماد تحريک جمع کړی شو


د وزیراعظم عمران خان د بې باورۍ د پرېکړې وروسته مخالفه ګوندونو په پنجاب صوبه کې د تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکي وزيراعلا عثمان بزدار پرضد هم د عدم اعتماد تحریک جمع کړو.

د پنجاب اسمبلۍ سيکرټريټ کې نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (28 مارچ) د مخالفه ګوند مسلم ليګ ن غړو رانا مشهود، سيمع الله خان، ميا نصير او نورو د عثمان بزدار پرضد د عدم اعتماد تحريک جمع کړو.

د مسلم ليګ ن سعد رفيق په ټویټر د عثمان بزدار پرضد د بې باورۍ د پرېکړې خبره تاييد کړې او ویلي يې دي،

د سلېکټډ يا خوښ کړی شوو د رخصتۍ وخت شورو شو، چې څه کرې هغه به رېبې، د ګرانۍ او لوټ مار زمه وارو تکبر کوونکو ته د سرپرايز سلسله روانه.

د پارلیماني چارو د کارپوهانو په وېنا د عدم اعتماد د تحریک جمع کېدو وروسته وزيراعلا اسمبلي نه شي ماتولی، او د تحریک جمع کېدو وروسته سپيکر تړلی دی چې په 14 ورځو کې د اسمبلۍ غونډه را وبلي.

د پاکستان د وزیراعظم عمران خان پرضد چې مخالفه ګوندونو په قومي اسمبلۍ کې د بې باورۍ د پرېکړې/ عدم اعتماد تحریک جمع کړی، نن په 28 مارچ د قومي اسمبلۍ د غونډې په ايجنډا کې راې ورکول شامل کړی شوي دي.

مخالفه ګوندونو تل عمران خان د سلېکټډ يا خوښ کړی شوي په نوم ياد کړی او تور لګوي چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت په ملک کې ګراني او بدانتظامي د حسابه سېوا کړې ده، ځکه دوی د عمران خان نه د استعفا غوښتنه کړې او د بې باورۍ تحریک يې پرې جمع کړی دی.

خو عمران خان تل د مخالفه ګوندونو مشرانو ته د غلو ټوله ويلي او تور پرې لګوي چې د خپلو غلاګانو د پټولو دپاره د هغه پرضد رايو ځای شوي خو هغه به یې مقابله کوي.

عمران خان پرون د اتوار په ورځ په اسلام اباد کې د خپل ګوند د غړو راجوړې غونډې ته په وېنا کې ویلی، د هغه د حکومت پرضد د بهرني سازش ډېرې خبرې به په مناسب وخت مخې ته راوړي، زمونږ سره چې کوم ثبوت موجود دی هغه هر څه په ډاګه کوي، زما سره يو خط دی چې په اړه به یې اف ریکارډ يا غېر ريکارډ خبره کوم.

نوموړي دعوه کړې چې مونږ ته مالومه شوې چې د کومو کومو ځايونو نه په مونږ فشار اچول کيږي، زمونږ د ملک د ګټې په اړه په ليکلي بڼه دړکه راکړی شوې ده، خو مونږ به په ګټو جوړ جاړی ونه کړو.

په عېن حال کې د وزیراعظم عمران خان د حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد پاکستان ډېموکرېټک مومنټ د جلسې دپاره هم په ګڼ شمېر کې خلک د اسلام اباد سرينګر هايي وی ته رسېدلي دي.

او د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان دغه جلسې ته په وېنا کې ویلي، عمران خان چې به ويل چې چا ته به اېن ار او نه ورکوي نن په خپله اېن ار او غواړي.

هغه دعوه کړې چې تحریک انصاف ګوند سرکاري وسايل خرچ کړي خلک يې جلسې ته راټول کړي خو جلسه یې بيا هم ناکامه شوې ده.

نوموړي په عمران خان تور لګولی چې بهرنۍ پېسې دې وکارولې او ځوانان دې ګمراهه کړه، هغه تور لګولی تحریک انصاف ګوند خلکو ته پېسې ورکړي او جلسې ته یې راوستي دي.

مولانا فضل الرحمان وويل، عمران خان ويلي وو چې په 27 مارچ به سرپرايز ورکوم/ حېرانوونکې خبره به کوم، خو مولانا وويل سرپرايز دا دی چې شازېن بګټي هغه ته سرپرايز ورکړو، اوس به دوی عمران خان ته سرپرايز ورکوي.

بل لور ته د مسلم ليګ ن ډلې لاريون د مریم نواز شريف او حمزه شهباز شريف په مشرۍ د پنجاب ښار د ګوجرانوالې ښار نه د اسلام اباد په لور روان شوی دی، او ویل شوي چې دغه لاريون به هم نن د ګل په ماښام په سرینګر هايي وی د مخالفه ګوندونو د جلسې ځای ته ورسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG