لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیتي شورا: طالبان دې جينکو ته سکول ته د تلو اجازه ورکړي


د ملګرو ملتونو امنيتي شورا (سلامتي کونسل) په افغانستان کې د طالبانو لخوا د جينکو (هايي) سکولونو ته نه پرېښودو په پرېکړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او په طالبانو یې غږ کړی چې د جينکو دپاره دې سکولونه بې د کوم ځنډ نه پرانيزي.

د رویټرز ترمخه د اتوار په ورځ (27مارچ) د ملګرو ملتونو امنيتي شورا په يو بيان کې "بيا تاييد کړې چې په افغانستان کې د جينکو په ګډون تعليم د ټولو حق دی".

تېره اوونۍ په 23 مارچ طالبانو د جينکو دپاره تعليمي ادارې پرانستې خو بيا يې تړلي او ويلي يې وو، د جينکو دپاره به تعليمي ادارې تر هغې تړلې وي څو پورې چې د تعليمي ادارو د بيا پرانستو دپاره د اسلامي شرعي قانون لاندې پلان نه وي جوړ شوی.

امریکې د طالبانو په دغه پرېکړه په دوحه کې د طالبانو سره ټاکل شوې خبرې ختمې کړې وې.

امریکا، برتانیې او يورپي هيوادونو هم د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او په طالبانو یې غږ کړی چې په سمدستي ډول د جينکو دپاره د سکولونو تړلو پرېکړه بیرته واخلي او سکولونه پرانيزي.

د ملګرو ملتونو امنيتي شورا په افغانستان کې خپلې ځانګړې استازې ډيبورا لوينز ته ويلي، چې د جينکو د سکولونو په مامله د افغان چارواکو سره خبرې وکړي او بيرته رپوټ ورکړي.

په افغانستان کې په 15 اګست طالبان په واک کې راغلي خو تراوسه پورې يې حکومت يو هيواد هم په رسميت نه دی پېژندلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG