لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت: پوليسو په عملياتو کې د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه کړې


د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعې لکي مروت پوليسو دعوه کړې چې د پوځ سره په ګډه یې د ترهګرو پرضد عمليات کړي او د څلورو مطلوبه ترهګرو د وژلو دعوه يې کړې ده.

بل لور ته د قبايلي ضلعې مومندو پوليسو ويلي په صافو تحصيل کې نامالومو وسله والو په پوليس چوکۍ برید کړی دوه پوليس پکې ژوبل شوي دي.

د لکي مروت پولیس ویاند د وي او اې ډيوه سره په شريکه کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې پوليسو ته د لکي مروت د شيري خېل سره نزدې په وانډه فقيران کې د انتهايي مطلوبه ترهګرو د موجودګۍ اطلاع ترلاسه شوې، چې د ترهګرۍ پلان جوړوي.

په بيان کې ویل شوي چې تيره شپه ناوخته بيا پوليس او پوځ په شريکه عمليات کړي او د ترهګرو سره په نښته کې څلور ترهګر وژل شوي چې پېژندګلو يې د افتاب، فضل الرحمان، عليم الله او ياسين په نومونو شوې ده.

پوليس وياند شاهد وي او اې ډيوه ته ویلي د وژل شوو ترهګرو تعلق د تحریک طالبان پاکستان سره دی.

پوليس په بيان کې دعوه کړې چې د وژل شوو ترهګرو نه په غټه کچه وسله هم ترلاسه شوې ده.

د بيان ترمخه وژل شوي ترهګر د يو اېف سي اهلکار په وژنه او ترهګرۍ په څو نورو پېښو کې ککړ وو.

د خېبرپښتونخوا لکي مروت ضلع د ډېره اسماعيل خان، بنو او وزيرستان سره په پوله پرته سیمه ده.

په لکي مروت کې دغه عمليات په داسې حال کې شوي چې تيره ورځ په ډېره اسماعيل خان کې يو پوليس د نامالومه وسله والو په ډزو کې وژل شوی وو.

د دغه بريد زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG