لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايمنيسټي اینټرنېشنل: په سوېلي ايشيا خصوصاً پاکستان افغانستان کې د بشري حقونو حال ښه نه دی


واشنګټن - د ايمنيسټي اېنټرنيشنل سوېلي اېشيا څانګه د بشري حقونو په اړه د کال 2021/22 په خپل رپورټ کې وايي په سيمه او خاصه توګه پاکستان او افغانستان کې د بشري حقونو پايمالي داسې روانه ده چې هيڅ تپوس پوښتنه يې نشته.

د رپورټ په حقله د ادارې يو خور کړل شوی پرېس ريليز وايي په پاکستان کې د لږکيو ډلو او مسلمانانو خلاف د مذهب د سپکاوي مقدمې جوړيږي چې نه يواځې د هغوی ژوند په خطر کې اچوي بلکې عدالتونه ورته د مرګ سزاګانې هم اوروي.

رپورټ وايي د احمدي مسلمانانو د کم نه کم لس داسې مذهبي ځايونو سپکاوی شوی چې لا خو پوليس کړی او لا د پوليس په ملاتړ نورو کړی دی.

په رپوټ کې ویل شوي چې يو اته کلن هندو ماشوم پوره اوونۍ د مذهب د سپکاوي په تور په بند کې تېره کړه چې وروستو ترې تور لرې کړل شو او ازاد کړل شو.

په کال 2021 کې په سوېلي اېشيا کې د بشري حقونو د پايمالۍ غټه لړۍ هله پيل شوه چې طالبانو افغانستان ونيولو.

وایي ډېرو هېوادونو د بشري حقونو په کارمندانو، مدني فعالانو، ميډيا ادارو او سياسي مخاليفينو چاپې وهلي، په غير قانوني توګه يې نيولي، څارلي، ځورولي، په زور بې درکه کړي، د ترهګرۍ او لا د جعلي خبرونو د قانون لاندې بنديوان کړي لا نومولي دي.

د ادارې د سوېلي اېشيا څانګې مشر ياميني مېشرا وايي، په ټوله سويلي ايشيا کې حکومتونه وخت تر بله په تنقيد زړه تنګي کيږي:

“د ښځو او جينکو او لږکيو ډلو په حقله توپير په زور کې دی او د دې سزا نه موندل د بشري حقونو د پايمالۍ د ډېرېدو سوب دی. دا پايمالي روانه ده خو نه ورته څوک پام ګرځوي نه يې مخه نيسي”.

د نړيوال قانون لاندې د بشري حقونو پايمالي يو غټ جرم دی خو تر اوسه لا د سري لنکا او د نیپال په جګړو کې د بشري حقونو قربانيانو ته کومه ډاډګېرنه ورکړل شوې نه ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG