لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان، ټانک: په وسله والو بریدونو کې د يو افسر په ګډون نهه پاکستاني پوځيان وژل شوي، 26 ژوبل


د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع جنوبي وزیرستان او ټانک کې په امنیتي عسکرو وسله وال بريدونه شوي چې پکې د يو افسر په ګډون لږ تر لږه نهه پاکستاني عسکر وژل شوي او د 26 پورې نور ژوبل شوي دي.

تازه پېښه په ټانک کې شوې او چارواکو تاييد کړې چې په ټانک کې د اېف سي ځواک په قلعه وسله وال بريد شوی چې پکې د پوليس چارواکو په وېنا لږ تر لږه درې پوځي عسکر وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي.

خو د ټانک د ضلعي روغتون یو ډاکټر بیا ډیوه ته ویلي چې روغتون ته دشپږو عسکرو مړي اؤ ۱۸ ټیپان راوړل شوي دي.

تحريک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې ده.

د ټانک ضلعې د پوليسو مشر وقار احمد وي او اې ډیوه ته تاييد کړې چې تيره شپه په درې بجې (د مارچ 29 او 30 په مينځنۍ شپه کې) وسله وال د ټانک اېف سي قلعې ته ننوتلي او بريد یې کړی دی.

هغه وويل، دغه بريد چې سهار د اووه بجو پورې روان وو، پکې د پوځ درې عسکر چې پکې يو د پوځ صوبېدار مېجر هم شامل دی، وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.

د پوليس افسر په وېنا په ژوبل شوو اهلکارو کې ځينې د ټانک او ځينې د ډېره اسماعيل خان روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

هغه وويل په ځوابي عملياتو کې درې حمله کوونکي ترهګر هم وژل شوي دي.

پوليس افسر وويل د بريد په مهال چې د اېف سي قلعه څنګ ته کومې لارې تړل شوې هغه بيرته پرانستل شوي دي.

نوموړي زياته کړه د پېښې وروسته علاقه په ګېره کې اخستل شوې او پلټنې پېل کړی شوي دي.

دپوځ ویاندې ادارې اي اېس پی ار مطبوعاتو ته په یو بیان کې په ټانک کې د شپږو عسکرو او د دریو مشکوکو وسله والو د وژل کېدو تصدیق کړی دی. پوځ وویل چې د ترهګرۍ د ختمولو دپاره به یې هلې ځلې دوام لري او د عسکرو وژل کېدل به د پوځ عزم نور هم مظبوطوي.

دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو دټانک دضلعي روغتون مشر یا ایم ایس وي او ای ډیوه ته منلې چې دې پېښه کې د مړو شوؤ شپږو عسکرو مړي اؤ ۱۸ ژوبل تنان روغتون ته راوړل شوي دي.

دخیبر پښتونخوا حکومت ویاند بیرسټر سیف هم رسنیو ته لیږلي خپل یو بیان کې ددې پېښې پخلی کړی خو په پېښه کې د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

بیرسټر سیف وایي امنیتي عسکرو ترهګر خپل انجام ته رسولي دي اؤ ټول قام د امنیتي عسکرو ترشا ولاړ دی.

ټانک د قبایلي ضلعې جنوبي وزيرستان سره په پوله پرته ضلعه ده، او د جنوبي وزيرستان ګېټ وی ورته ویل کيږي.

بل لور ته د چارواکو په وېنا په جنوبي وزيرستان کې پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ ناوخته په اېف سي ځواک وسله وال بريد شوی، د پوځ يو کېپټن (سعد)او يو لانس نايک (ریاض) پکې وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.

دغه پېښه د جنوبي وزيرستان د مکين په مندېج علاقه کې رامنځته شوې ده. خو پوځ په رسمي ډول په دغه اړه د دې خبر خپرېدو پورې څه نه دي ويلي، خو ځايي امنيتي چارواکي دغه پېښه تاييدوي.

تحریک طالبان پاکستان د دغه پېښې زمه واري هم منلې ده.

پرون د شمالي وزيرستان سره په پوله پرتې بنو ضلع کې هم په يو وسله وال بريد کې د پوليس تاڼدار په ډزو وژل شوی دی او ټي ټي پي د دغه بريد زمه واري هم منلې ده.

دا تازه پېښې په داسې حال کې شوي، چې سبا په قبايلي ضلعو شمالي او جنوبي وزیرستان، کرمه او اورکزو کې بلدياتي انتخابات هم ټاکل شوي دي.

په (24 مارچ) د پاکستان پوځ ويلي وو، په شمالي وزيرستان کې د پولې د پورې غاړې افغانستان لوري نه ترهګرو په پوځ بريد کړی، څلور پاکستاني پوځيان پکې وژل شوی وو، خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان د پوځ دغه بيان ته سمدستي غبرګون نه وو ویلی او له دې وړاندې يې دغه ډول دعوې رد کړې وې.

د دغه بريد زمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

تحریک طالبان پاکستان دغه زمه وارۍ په داسې حال کې منلي چې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره د نهم نومبر نه تر نهم دسمبر پورې د يوې مياشتې ډز بندي کړې او بيا دغه ډز بندي ختمه شوې وه.

په 19 مارچ د پېښور کور کمانډر لفټننټ جنرل فېض حميد د جنوبي وزيرستان سفر کړی او ويلي يې وو، چې پاکستاني طالبان دې د جنګ نه لاس واخلي او بيرته دې خپلو علاقو ته ستانه شي، او د پاکستان ايين او قانون دې ومني، د دوی پرضد به هیڅ ډول کارروايي نه کيږي خو که چرته کوم وسله وال د جګړې نه لاس نه اخلي نو د دوی پرضد به د دښمن په څېر چلند کيږي.

نوموړي دغه خبرې د سپينکي رغزي په کېډټ کالج کې د يوې دستورې په مهال کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG