لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لاهور کې یو سړي د «زما بدن زما خوښه» نعرې پر سر خپله ښځه وژلې ده


اسلام اباد ــــ د پاکستان د پنجاب صوبې په لاهور ښار کې یوه سړي خپله مېرمن په داسې حال کې وژلې چې هغې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت «میرا جسم میری مرضی» [زما بدن زما خوښه] نعره پورته کړې وه.

د لاهور شالیمار سیمې د پولیسو په وینا الله دیتا نومي کس خپله ۲۸ کلنه حامله یا مېندواره مېرمن میمونه وژلې او وروسته یې هڅه کړې وه چې د هغې مړی وسوځوي او د پېښې په پټولو سره دا د یوې حادثې په څېر وښیي خو پولیسو هغه نیولی او په اړه یې پلټنې روانې دي.

د پولیسو تر مخه تورن کس خپل جرم منلی او ویلي یې دي چې مېرمن یې د «میرا جسم میری مرضی» نعره وهلې چې هغه یې غوسه کړی وو.

د بشري حقونو کارمنده فرزانه باري وې او اې ډیوه سره خبرو کې په دغه رنګه پېښو د افسوس څرګندونه کوي او وایي اصل مسله دغه نعره نه بلکې هغه حق دی چې د تر لاسه کولو لپاره یې ښځه را ولاړه شوې ده:

"د تېرو دوو کلونو راهیسې اوس ښځې د خپلو حقونو غوښتنه د ریاست څخه کولو سره سره په خپلو کورونو کې د نارینه که هغه پلار، ورور یا د خاوند څخه هم کوي همدغه سبب دی چې د پدرشاهي په دغه ټولنه کې د دوی د پاره زغم کم شوی دی".

دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې د کورنۍ شخړې له سببه یو کس خپله مېرمن وژلې ده، د دې څخه وړاندې عبدالرحمان نومي کس هم د خپلې مېرمنې حرا بي بي سره په شخړه لاس پورې کړی وو، په غوسه کې یې پر خپله میرمن ډزې کړې وې او بیا د پېښې د ځای څخه تښتېدلی وو.

په هیواد کې ډېرې پیښې د سره رپوټ کیږي هم نه او که چېرې رپوټ هم شي نو څه نتیجو ته د رسېدو څخه وړاندې د فریقینو له اړخه د سولې له لارې ختم کړل شي.

مشره وکیله نورالعین وایي د پاکستان په ایین کې ښځو ته ډېر زیات حقونه ورکړل شوي دي، خو وایي دا هر څه عملي کول یو ګران کار دی:

"د دغه رنګه نعرو او خپل حقونه کړکیچن کولو پر ځای که چېرې ښځې د خپلو حقونو د قوانینو د عملي کولو لپاره ږغ او پر دوی کېدونکي ظلمونه رابرسېره کړي نو نتیجې یې مثبتې کېدی شي".

د څېړونکو وینا ده که څه هم په ټولنیزو رسنیو کې د دغه رنګه پېښو په ضد د قهر او غضب ږغونه را پورته کېږي، خو وایي ښځو ته په حقونو ورکولو کې لوی خنډ دا دی چې خلک په عامه توګه تاوتریخوالی مني او په ځانګرې ‌توګه د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د ورځني ژوند یوه برخه ده.

د نړیوالې ادارې ورلډ اکنامک فورم د ګلوبل جینډر ګیپ انډیکس د تېرو کلونو په یوه رپوټ کې د ښځو د حقونو په اړه د پاکستان درجه په ۱۵۳ هیوادونو کې پر ۱۵۱ نمبر وه.

په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې ادارې عورت فاونډيشن د یو بل رپوټ تر مخه په پاکستان کې ۷۰ فیصده ښځې په خپل ژوند کې لږ تر لږ یو ځل د کورني تاوتریخوالي ښکار شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG