لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اپوزیشن عمران خان ته: اکثریت دې بایللی استعفی ورکړه. فواد چوهدري: وزیراعظم استعفی نه ورکوي


اسلام اباد ــــ د حکومت يو بل پخواني ايتلافي ګوند متحده قامي موومنټ د مخالفه ډلو سره د تګ وروسته اپوزيشن غوښتنه کړې چې وزير اعظم عمران خان په پارليمان کې اکثريت د لاسه ورکړی او استعفا دې ورکړي.

خو د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري ويلي چې وزير اعظم به استعفا نه ورکوي او تر اخري بال پورې به لوبه کوي.

د وزير اعظم عمران خان په ضد د بې باوري تحريک په حوالې سره د پاکستان په سياست کې شېبه په شېبه تېزي او بدلون ليدل کيږي.

د شورو- چارشنبې په ورځ د ايم کيو ايم او ګډ اپوزيشن تر مينځ د لوظنامې وروسته يوې خبري غونډې ته په وينا کې قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو مشر شهباز شريف وويل:

"وزير اعظم عمران خان پارليمان کې عددي اکثريت د لاسه ورکړی او هغه ته پکار ده استعفا ورکړي او يو نوی روايت او مثال جوړ کړي".

خو د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري ويلي"د وزير اعظم او د پوځ مشر تر منځ چې کومه غونډه شوې، نه چا د وزير اعظم نه استعفا غوښتې او نه به هغه استعفا ورکړي".

په عين حال کې د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو نن د زيارت- پنجشنبې په ورځ د بې باورۍ په تحريک د رایې ورکولو غوښتنه کړې او ويلي یې دي چې شهباز شريف به ډېر زر وزير اعظم وټاکل شي.

د بلاول په وينا وزير اعظم عمران خان سره اوس څه بله لار نه شته يا خو دې استعفا ورکړي او يا دې سبا په پارليمان کې ووټونه وکړي.

بل لوري ته وزير اعظم عمران خان ويلي عدم اعتماد باندې رایې ورکول يو جمهوري طريقه ده، خو تور یې پورې کړی چې په هيواد کې دا وخت د بهر نه برامد کړی شوی بحران دی.

په اسلام اباد کې يوې دستورې ته په وينا کې وزير اعظم وويل، هغه به ډېر زر خبريالانو ته هغه خط ښیي د کوم چې هغه د اتوار- یکشنبې په ورځ شوې جلسه کې اعلان کړی وو. وزير اعظم وويل:

"د بهر هيواد نه د پاکستان په ضد سازش دی، ما سره د دې کاغذونه دي او هغه به زه نن صحافيانو ته ښیم او ورته به وایم چى دا اصلي دي ولې چې په دې خلک شک کوي".

خو وروسته دغو خبريالانو مطبوعاتو ته وويل چې دوى سره خط خو شريک نه کړی شو البته وزيراعظم دوى ته د خط متن ولوستلو.

بل خوا اسلام اباد هایکورټ په يو لنډ حکم کې وزير اعظم د دې خط څرګندولو نه منع کړی دی او هيله یې څرګنده کړې چې وزير اعظم به د خپل سوګند سرغړونه او د هيواد د ګټو په ضد معلومات نه ښکاره کوي.

اپوزيشن ته د ايم کيو ايم د تګ وروسته په قامي اسمبلۍ کې د واکمن ګوند او د اتحاديانو د غړو شمېر 164 پاتې شوی او د مخالفه ډلو شمېر 175 ته رسېدلی دی.

د ځایي مېډيا تر مخه بېګا په سيند هاوس کې د 195 نه زيات د اپوزيشن غړي راټول شوي وو چې وایي 15 پکې د واکمن تحریک انصاف ګوند مرور غړي هم شامل وو.

XS
SM
MD
LG