لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د افغانانو د پاره له نړیوالو د نزدې 4.4 اربه ډالرو د مرستو خواست کړی


واشنګټن ـــ ملګرو ملتونو د زيارت- پنجشنبې په ورځ د افغانانو د پاره د نزدې 4.4 اربه ډالرو د مرستو خواست کړی چې د ميلينونو افغانانو د خوراک څښاک، سرپناه او علاج د پاره پکار دي، دا د ملګرو ملتونو لخوا د امداد د پاره په تاريخي کچه لوي خواست دی.

ملګرو ملتونو ويلي افغانستان دا وخت د نړۍ تر ټولو لوی بشري بحران سره مخ دی چرته چې 24 ميلينه افغانان، چې د ټولې آبادۍ 60 فیصده برخه جوړيږي بشري مرستو ته اړتيا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارټن ګرېفېتس چې له تېرو څو ورځو راهیسې په کابل کې دی وايي په دغه هېواد کې د لکونو خلکو ژوند په خطر کې دی، نوموړي ويلي هغه د ماشومانو د هسپتالونو دورې وکړې او چې هلته يې څه وليدل، په هغې حق حېران پاتې دی:

"تنکي ماشومان چې ایله زېږېدلي وو ‌بې ځانه پراته وو، دوه پکې يو انکيوبېټر ته اچول شوي وو چې سخت ناروغه وو، يوې مور د خپلو څو بچو پاملرنه کوله، چې د خوراکي کمي ښکار وو او وړاندې يې دوه بچي مړه شوي هم وو".

د اګست په مياشت کې په واک کې د طالبانو د راتللو سره د افغانستان اقتصاد غورځېدلی چې په اربونو ډالر مالي مرستې يې هم تړل شوې دي او په بهر ملکونو کې خپلې پېسې يې هم نه ورکړل کېږي چې ورسره په دغه جنګ ځپلي هېواد کې حکومتي چارې د سختو مالي مشکلاتو سره مخ دي او د بې روزګارۍ سره مخ خلک ورځ په ورځ د قرضونو لاندې ډوبېږي.

د دې سره سره افغانستان له تېرو دېرشو کالو د بد ترينه وچکالۍ سره هم مخ دی.

ملګرو ملتونو په بیړني ډول د افغانانو د مرستو د پاره نړيوالو مرستندويه ادارو ته خواست کړی خو په دې وخت کې به ډېر کم ملکونه په دغه خواست عمل کوي ځکه چې څوک هم په طالبانو د بشري مرستو په لړ کې باور نه کوي او دغه باور هغه وخت نور هم کمزوری شو چې طالبانو د نړيوالو د غوښتنو پرته په افغانستان کې د جينکو په ثانوي تعليم بنديزونه ولګول.

قطر چې د ملګرو ملتونو د امدادي کانفرنس شريک کوربه وو او په افغانستان کې د سياسي او بشري مرستو دپاره د ډېر وخت نه هلې ځلې کوي.

د قطر د مرستيال وزير سلاکار مجيد محمد الانصاري وايي د دوی حکومت د طالبانو له خوا د جينکو په تعليم د بنديز د فېصلې غندنه کوي او هيله لري چې طالبان به ډېر زر خپلې فېصلې ته بيا کتنه وکړي:

"مونږ په دې خبره زور اچولی چې دغه فېصله به په افغانستان کې په بشري مرستو بدې اغېزې واچوي او د افغانستان اقتصاد ته به هم زيان ورسوي او مونږ په دې موضوع د طالبانو سره د خبرو په اهميت زور اچولی چې هغوی ته دا په ډاګه کړو چې دغه فېصله د منلو وړ نه ده او زر تر زره د دې سمول پکار دي".

که څه هم د طالبانو په دغه فېصله په نړۍ کې بې باورۍ خوره شوې خو ملګرو ملتونو په نړۍ غږ کړی چې د طالبانو سره خپل اختلافات دې شاته کړي او د افغانانو د ژوند بچ کولو د پاره دې کوټلي ګامونه واخلي او افغانانو ته دې د يو ښه سباوون هيلې ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG