لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې د عمران خان تور رد کړی


امريکې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان دغه تور رد کړی چې امریکا د عمران خان د حکومت پرضد ده او د څوکۍ نه لرې کولو سازش یې کوي.

د امریکې سپينې ماڼۍ او د بهرنيو چارو وزارت دواړو ويلي، دغه تور رښتيا نه دی.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان تيره شپه په 31 مارچ قوم ته په ټيلي ويژن وېنا کې د هغه خط يادګېرنه وکړه، د کوم په اړه چې نوموړي د (27مارچ) په ماښام په اسلام اباد کې د خپل ګوند د پلويانو راجوړې غټې غونډې ته په وېنا کې کړې وه.

عمران خان ويلي وو، د هغه د حکومت پرضد د بهرني سازش ډېرې خبرې به په مناسب وخت مخې ته راوړي.

تېره شپه په خپله وېنا کې عمران خان د ياد خط د خبرې کولو په وخت وويل، "مونږ ته په اتم يا د هغې نه وړاندې په اووم مارچ مونږ ته د امریکې نه، د امریکې نه نه، د بهرني يو ملک نه، مطلب د بهر يو ملک نه پېغام راځي".

هغه وويل دغه پېغام د وزیراعظم پرضد دی خو دا د قوم پرضد دی. هغه زياته کړه "په دغه پېغام کې ښکاره ويل شوي دي، او هغو ته د وړاندې نه مالومه وه چې اپوزيشن د عدم اعتماد تحریک راوړي، د دې مطلب دا دی چې د وړاندې نه د دوی د بهر خلکو سره رابطې وې، او په دې کې د خوند خبره دا ده چې دوی د پاکستان د مشرتابه يا د حکومت پرضد نه دی يواځې د عمران خان دپاره دي".

عمران خان دا هم وويل، د هغه پرضد دغه بهانه جوړه شوې چې پاکستان ته ځکه غصه دي چې که عمران خان د واک نه لاړ شي نو د امريکې غصه به سړه شي، او که عمران خان لاړ نه شي نو پاکستان به د مشکلاتو سره مخ شي.

عمران خان زياته کړه، وجه دغه ښودل شوې چې عمران خان يواځې روس ته د تلو فېصله کړې خو نوموړي وويل، روس ته د هغه د تګ په اړه د بهرنيو چارو وزارت او پوځي مشرتابه سره مشوره شوې وه.

د عمران خان د دغه وېنا وروسته د امريکې سپينې ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت دواړو د عمران خان تور رد کړی دی.

د سپينې ماڼۍ وياندې کېټ بيډنګفيلډ نه پوښتنه شوې چې د پاکستان وزیراعظم په امریکا تور لګولی چې امریکا د هغه (عمران خان) د مخالفين سره په ګډه هغه د واک نه لرې کول غواړي، سپينه ماڼۍ پرې څه وايي؟

هغې په ځواب کې دومره ویلي، "دغه تور هيڅ حقیقت نه لري".

او د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت د وياند نېډ پرايس هم دغه پوښتنه شوې او هغه هم ورته ځواب کړی چې،

"مونږ په پاکستان کې پرمختګونه د نزدې نه څارو، مونږ ورته احترام لرو، مونږ د پاکستان د اييني عمل او قانون د عملدارۍ ملاتړ کوو. خو که دغو تورونو خبره کوو، دا حقيقت نه لري".

بل لور ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د ياد خط په اړه ويلي، "چې څه شوي هغه مناسب نه وو، کومې خبرې چې زما د نظر نه تېر شوی هغه مناسب نه وو، وزيراعظم مې پرې خبر کړو".

د پاکستان سرکاري ټيلي ويژن سره نن د جمعې په ورځ (لومړي اپرېل) خبرو کې وويل، "چې پرون د ملي امنيت غونډه شوې او په دغه غونډه کې فېصله شوې چې په دغه اړه خپل پاليسي بيان امريکا ته ورسوي او بيا د ملي امنيت د غونډې په پرېکړه د شپې په مهال په پاکستان کې د امریکا استازي ته او په واشنګټن کې د پاکستان د سفير د لارې دغه پېغام ورکړی شوی دی".

امريکې تراوسه پورې په دغه اړوند کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG