لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مخالفه ګوندونو د عمران خان د خط بيان جعلي او دروغ ګرځولی


د پاکستان وزیراعظم عمران خان چې پرون د خپل ځان پرضد د بهرني سازش خبره کړې، د امریکې نوم يې ويلي او بيا يې ويلي د امریکې نوم يې نه ويلو، بهرنی ملک يې یادولو، مخالفه ګوندونو د عمران خان دغه بيان ته دروغ او جعلي ويلي دي.

بل لور ته د عمران خان د دغه بيان په اړه په ټولنيزو رسنیو پوښتنې را ولاړې کړي دي.

تېره شپه په 31م مارچ قوم ته په ټيلي ويژن وېنا کې عمران خان د ياد خط د خبرې کولو په وخت وويل، "مونږ ته په اتم يا د هغې نه وړاندې په اووم مارچ مونږ ته د امریکې نه، د امریکې نه نه، د بهرني يو ملک نه، مطلب د بهر يو ملک نه پېغام راځي".

هغه وويل دغه پېغام د وزیراعظم پرضد دی خو دا د قوم پرضد دی. هغه زياته کړه "په دغه پېغام کې ښکاره ويل شوي دي، او هغو ته د وړاندې نه مالومه وه چې اپوزيشن د عدم اعتماد تحریک راوړي، د دې مطلب دا دی چې د وړاندې نه د دوی د بهر خلکو سره رابطې وې، او په دې کې د خوند خبره دا ده چې دوی د پاکستان د مشرتابه يا د حکومت پرضد نه دی يواځې د عمران خان دپاره دي".

امریکې د عمران خان تور رد کړی دی.

د پاکستان مسلم ليګ ن صدر او د اپوزيشن مشر شهباز شریف، "عمران خان د ملک دپاره خطره ګرځولی دی". هغه ويلي "عمران نيازي د واک بچ کولو دپاره پاکستان په نخښه کړی دی".

نوموړي زياته کړې "د عمران نیازي په وېناګانو دې بندېز ولګول شي، هغه د ملک په سفارتي اړيکو پسې ورپسې شوی دی، د نن پورې ولس او پارلیمان ته دغه خط ښکاره نه کړی شو. عمران خان دروغ ويلي، او يو سفارتي کېبل ته د سازش رنګ ورکوي".

بل لور ته د پاکستان تحریک انصاف د حکومت بل مخالفه ګوند پاکستان پيپلز پارټۍ شريک مشر او پخواني صدر اصف علي زرداري د عمران خان تش په نوم اسنادو ته جعلي ويلي دي، هغه ویلي "عمران خان او مېنډېټ دواړه يې جعلي دي".

او د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي، "عمران خان تېښته کوي خو دوی به اېن ار او ور نه کړي" او د عمران خان يې استعفا غوښتې ده. خو عمران خان ويلي استعفا به ور نه کړي.

د عمران خان د بهرني سازش د بيان وروسته په ټولنیزو رسنيو په عمران خان پوښتنې را ولاړې کړی شوي دي.

جرنلسټ حامد مير په ټويټر ويلي،

"عمران خان به دې ساده پوښتنې ته ځواب اووايي؟ که چرته امریکا په 7 مارچ د سفارتي لارې دړکه ورکړې وه، بيا په 21 مارچ د اسلامي هيوادونو د همکارۍ تنظيم (او ايي سي) غونډې ته د امریکا استازی ولې رابلل شوی وو".

جرنلسټ سليم صافي هم په ټويټر ويلي،

"کوم سفير چې دغه مراسله لېږلې، هغه ته په سمدستي توګه د واشنګټن پرېښودو او يو بل ملک ته د تلو ويل شوي، چرته داسې خو نه ده چې د درېم سيکرټري سره په ګډه د نيازي حکومت په خپله دا ډرامه جوړه کړې وي؟ که داسې نه وي عمران خان دې هغه اقدامات وړاندې کړي د کوم نه چې امریکا ته واقعي تاوان اوښتی وي".

او بل جرنلسټ مبشر زېدي په ټویټر ویلي،

"وزیراعظم د 15 ورځې مخکې پورې ویل چې هغه په خپله غواړي چې اپوزيشن د هغه پرضد د عدم اعتماد تحریک راوړي او اوس وايي چې دا بهرنی سازش دی".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG