لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو په غونډه کې نړیوالو مرسته کوونکو له افغانستان سره د 2.4 ارب ډالرو مرسته اعلان کړه


واشنګټن ـــــ ملګرو ملتونو پرون اعلان وکړ چې 41 نړیوالو مرسته کوونکو له افغانستان سره په روان 2022م کال کې د 2.4 ارب ډالرو مرستې ژمنه وکړه، دا مرسته تر هغه څه کمه ده چې ملګرو ملتونو یې غوښتنه کړې وه.

په دې غونډه کې تر ټولو ډېره مرسته برتانیې اعلان کړه، چې وایي 374 میلین ډالره به افغانستان ته ورکوي، ورپسې امریکې ‌ 204 میلین ډالره نوې مرسته اعلان کړه، جرمني به 218 او جاپان به 109 میلینه ډالر مرسته ورکوي.

په جنېوا کې د ملګرو ملتونو، برتانیې، جرمني او قطر په کوربتوب د افغانستان د مرستو د نړیوالې غونډې په پای کې ملګرو ملتونو هیله څرګنده کړه چې مرسته کوونکو اعلان کړې مرستې ژر ور وسپارل شي ځکه چې وایي په افغانستان کې په میلینونه کسان د لوږې له کبله د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش غونډې ته وویل، په افغانستان کې بشري حالت تر خطرناک حده خراب شوی او له مرسته کوونکو هیوادونو غواړي چې له افغانانو سره بې قید و شرطه مرسته وکړي:

"له سمدستي اقدام پرته موږ په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ له بحران سره مخ یو، خلک له مخکې لا د خپلو کورنیو د ساتلو لپاره خپل ماشومان او د بدن غړي خرڅوي. د افغانستان اقتصاد په اغېزمنه توګه تباه شوی دی".

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د 4.4 ارب ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه، خو تر دې مهاله اعلان شوې څه باندې دوه اربه ډالر مرسته هم د پام وړ ده او دا ښيي چې لا هم نړیوالې ټولنې افغانستان هېر کړی نه دی.

ښاغلي انتونیو ګوتېریش د افغانستان د مرستو د غونډې په پرانیستونکې وینا کې وویل، د افغانستان اقتصاد د طالبان له واکمنۍ وروسته ځپل شوی او وایي اوس نهه میلیونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارټین ګریفیتس له تېرو څو ورځو راهیسې په کابل کې دی، هغه وايي په دغه هېواد کې د لکونو خلکو ژوند په خطر کې دی، نوموړي ويلي د ماشومانو په روغتونونو کې چې يې څه وليدل هغه ته حېران پاتې دی:

"تنکي ماشومان چې ایله زېږېدلي وو ‌بې ځانه پراته وو، دوه پکې يو انکيوبېټر ته اچول شوي وو چې سخت ناروغه وو، يوې مور د خپلو څو بچو پاملرنه کوله، چې د خوراکي کمي ښکار وو او وړاندې يې دوه بچي مړه شوي هم وو".

د ملګرو ملتونو په غوښتنه نړیوالو په داسې وخت کې له افغانستان سره تر دوه اربه ډالرو پورته مرستې اعلان کړی، چې د طالبانو حکومت تر شاوخوا اوو میاشتو وروسته هم لا د نړۍ هیڅ کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

ملګري ملتونه وايي، د جنېوا په غونډه کې د نړیوالو له خوا اعلان شوې مرسته به د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ټولنو په وسیله په افغانستان کې لګول کېږي او وایي د طالبانو حکومت ته به نه ورکول کېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د پېښور شبینه بي بي د خپل بې درکه زوي لپاره انصاف غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:58 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG