لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

موډیز د عمران خان خلاف بې باورۍ تحریک د ملکي قرضې واپس کولو اعتبار لپاره منفي ګرځولی


واشنګټن ــــ په نړۍ کې د ملکونو او کمپنیو د قرض اخستو اعتبار او مالي حېثیت څېړونکې امریکايي ادارې‌ «موډیز» د پاکستان وزیراعظم عمران خان خلاف د بې باورۍ تحریک د ملکي قرضې واپس کولو اعتبار یا کرېډټ‌ لپاره منفي ګرځولی.

موډیز خبرداری ورکړی چې د بې باورۍ تحریک به د ګرانۍ او کرنټ اکاونټ خسارې زیاتېدو تر څنګ د دغه ملک د مالیاتي تګلارې غېر یقیني وضع نوره زیاته کړي.‌

موډيز انوېسټرز سروس د زیارت- پنجشنبې په ورځ خپور کړي بیان کې ویلي، ”مونږ د قرضې په اعتبار سره د عمران خان خلاف د بې باورۍ تحریک منفي وینو ځکه چې دا د تګلارې جاري ساتلو په سر ډېره بې یقیني پېدا کوي او د پیداواري ودې زیاتولو او بهرملکي قرضو اخستو لپاره د اصلاحاتو په عملي کولو کې د حکومت په صلاحیتونو پوښتنې راپورته کوي“.

موډیز ویلي د پاکستان وزیراعظم عمران خان خلاف د بې باورۍ تحریک په یو داسې وخت مخې ته راغلی چې په پاکستان کې دننه ګراني‌ او کرنټ اکاوټ خساره زیاته شوې ده.

موډیز وايي‌ د پاکستان په کرنټ اکاونټ خساره کې زیاتوالی او د بهرنۍ زرمبادله د ذخیرو کموالی به د بهرنیو قرضونو د بېرته ورکولو حکومتي صلاحیت په خطره کې واچوي او دغه هېواد به د نقدو پېسو د ستونځې سره مخ کړي.

یو ملک د کرنټ اکاونټ خسارې سره هغه وخت مخ وي کله چې دغه هېواد د تجارتي سامانونو او خدماتو په مد کې د بهر ملکونو نه اخستونکو پېسو په نسبت زیاتې پېسې بهر ملکونو ته ورکوي. تجارتي خساره د کرنټ اکاونټ خسارې یو برخه وي.

د پاکستان د شماریاتو ادارې د وروستي رپورټ ترمخه په ملک کې د مارچ په میاشت کې په مجموعي توګه د ګرانۍ شرح 12.72 فیصد رېکارډ کړی شوې. ددې وړاندې د فرورۍ په میاشت کې د ګرانۍ شرح 12.2 فیصد وه.

د روان مالي‌ کال جولايي نه تر فرورۍ میاشتې پورې د پاکستان کرنټ اکاونټ خساره د 12 ارب ډالر نه زیاته شوې.‌ ددې وړاندې تېرکال هم په دغه هومره موده کې د پاکستان کرنټ اکاونټ یو ارب ډالره سرپلس یعنې زیات وو.

موډیز ویلي دوی امکان ویني چې د روان کال جون په میاشت کې ختمیدونکي مالي کال آخر پورې به د پاکستان کرنټ اکاونټ‌ خساره د ملک مجموعي‌ امدن یا جي ډي پي د 5 نه تر 6 فیصده پورې زیاته شي.

د پاکستان انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې د رپورټ ترمخه په کرنټ اکاونټ خساره کې نور زیاتوالی به د ملک په بهرنیو زرمبادله ذخیرو نور دباو واچوي کومې چې د روان کال فرورۍ میاشت کې 14.9 ارب ډالره ته راکمې شوي.

د تېرکال جولايي میاشت کې د پاکستان بهرنۍ زرمبادله ذخیرې 18.9 ارب ډالره وې.

نړیواله ‌مالیاتي ‌اداره آی اېم اېف دا وخت د 6 ارب ډالره قرض پروګرام لاندې پاکستان ته د 3 ارب ډالره قرض د قسط ورکولو جاج اخلي.

ډان ورځپاڼه وايي‌ د پاکستاني چارواکو او آی اېم ایف ترمنځ‌ خبرې اترې تراوسه پورې د ځنډ ښکار دي. ورځپاڼې د باخبره سرچينو د خولې ویلي چې نړیواله مالياتي اداره د پېسو د سپينولو د بخښنې حکومتي سکيم په اړه د خزانې د وزارت د سپیناوي نه مطمین نه ده او نه دغه اداره د تېلو او بجلۍ په بېعو کې د وزير اعظم عمران خان له خوا د شوي کمي په اړه د حکومت په دريځ قانع شوې ده.

د پاکستان مرکزي بېنک، سټېټ بېنک آف پاکستان د تېر خالي یا شنبې په ورځ‌ خپور کړي یو رپورټ‌ کې ویلي‌ چې روان مالي کال کې سرمایه کارانو د پاکستان نه په مجموعي توګه 1.5 ارب ډالره سرمایه ویستلې او د مارچ په میاشت کې 400 ملین ډالره بهر ملکونو ته وړلی شوي.

د پاکستان د مرکزي بېنک له خوا جاري کړل شوي بانډونه «پاکستان انوېسټمنټ بانډز» د مارچ میاشت په اولنۍ برخه کې تر ټولو زیات متاثره شوي. بهرنيو سرمایه کارانو د پاکستان انوېسټمنټ بانډز نه په دغه هومره موده کې د 102 ملین ډالره پېسې ویستې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG