لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د ملګرو ملتونو غونډه کې اعلان شوي 2.4 ارب ډالر د افغان ولس د ناورین ختمولو لپاره کافي نه دي


ملګرو ملتونو پرون د اپريل په ړومبۍ نېټه ويلي چې د جنېوا په غونډه کې 41 نړیوالو مرستندویانو افغانستان سره په روان 2022م کال کې د 2.4 ارب ډالرو دمرستو ژمنه کړې ده، دې نه وړاندې ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره 4۔4 اربه ډالرو د امداد غوښتنه کړې وه۔

بلخوا د امريکې دبهرنيو چارو وزارت ويلي چې امريکا به په طالبانو فشار راوړي چې دا ډله د بشري حقونو خوندي کولو ته ژمنه پاتې شي۔

څېړونکي وايي چې د ملګرو ملتونو لخوا اعلان شوې مرستې په مستقله توګه دافغان ولس دبشري او اقتصادي ناورین څخه ويستلو لپاره کافي نه دي.

دوئ وايي ددې ستونزې د حل او مستحکم افغانستان جوړولو لپاره به طالبانو ته خپلې ژمنې ارومرو وفا کول وي۔

په جنېوا کې د افغانستان سره د مرستو په موخه راجوړه شوې نړیواله غونډه کې تر ټولو ډېره مرسته برتانیې اعلان کړه، چې وایي 374 میلینه ډالره به افغانستان ته ورکوي، ورپسې امریکې ‌ 204 میلینه ډالره نوې مرسته اعلان کړه، جرمني به 218 او جاپان به 109 میلینه ډالر مرسته ورکوي۔

په اسلام اباد کې د اسلامک انټرنېشنل پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر منظور اپريدی وايي د نړيوالې ټولنې دغه مرستې په موجوده حالاتو کې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې دي خو دی وايي يو باثباته افغانستان په لويه کچه سرمايه کارۍ او تجارت ته اړتيا لري۔

نوموړي زياته کړه چې د ملګرو ملتونو دغه امداد د افغانستان په ستونزه کې څه کمی خو راوستی شي "خو زه دا نه ګڼم چې دا به افغانستان مخ په وړاندې بوځي"

هغه وايي دې لپاره ضروري ده چې رسميت يو داسې حکومت ته ورکړل شي چې په هغې کې بهرني خلک سرمايه کاري هم وکړي او د افغانستان درامدات او برامدات په باقاعده توګه پېل کړل شي۔

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ راپدیخوا په افغانستان هغه بهرنۍ مرستې وتړل شوې په کومو چې به د افغانستان د حکومت 70 فيصده لګښتونه پوره کیدل۔

راپورونه ښايي چې د طالبانو واکمنۍ کې په افغانستان کې د مېرمنو هغه ټول حقونو متاثره شوي چې په تېرو شلو کلونو کې یې ترلاسه کړي وو۔

د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي که چرې افغان طالبان خپل حکومت په رسميت پېژندل او د موجوده اانساني او اقتصادي بحران څخه وتل غواړي نو د نړۍ سره کړې ژمنې به پوره کوي۔

نوموړي دا هم وويل چې دنيا په افغانستان کې د بشري حقونو تحفظ غواړي اؤ د بشري حقونو سره د مېرمنو په حقونو هم ټینګار کوي۔

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې امريکا به په طالبانو فشار راوړي چې دا ډله د بشري حقونو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي او د میرمنو او جينکو حقونو ته او په ځانګړې توګه د هغوی د زده کړو حق ته درناوی وکړي۔

پروفېسر منظور اپريدی وايي د طالبانو او مغربي نړۍ ترمنځه د بشري حقونو په سر راوچته شوې شخړه بايد د خبرو د لارې حل کړل شي۔

هغه زياته کړه چې مغربي نړۍ يا امريکا بشري حقونو ته په يو نظر ګوري او د طالبانو حکومت ورته په بل نظر ګوري، نو د دې شخړې ختمولو لپاره د خبرو اترو ضرورت دی لکه څنګه چې د قطر په سر ښار دوحه کي تړون شوی نو دغه شان تړون په دې اړه په قطر يا په بل کوم هېواد کې هم کېداې شي۔

نړيوالې ټولنې په داسې وخت کې افغانستان سره د مالي مرستې ژمنه کړې چې د طالبانو حکومت خواوشا اووه مياشتې وروسته هم کوم هېواد په رسمي ډول نه دی پېژندلی۔

ملګري ملتونه وايي، دجینوا غونډه کې د نړیوالې ټولنې له خوا اعلان شوې مرسته به د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ټولنو په وسیله په افغانستان کې لګول کېږي او وایي د طالبانو حکومت ته به نه ورکول کېږي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG