لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډېره اسماعیل خان پولیس وایي د پوځ په مرسته عملیاتو کې یې "درې ترهګر وژلي دي"


ډېره اسماعیل خان ـــ د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعې ډېره اسماعېل خان پوليسو دعوه کړې چې د پوځ سره په ګډه یې د ترهګرو پرضد استخبارتي عمليات کړي چې پکې د "درو مطلوبه ترهګرو د وژل کېدو" دعوه شوې ده.

په ډېره اسماعېل خان کې دغه عمليات په داسې حال کې شوي چې د پولیسو په خبره په مارچ میاشت کې په ډېره اسماعیل خان کې په پولیسو باندې په بېلابېلو "پینځو ترهګر بريدونو" کې د پولیسو پینځه عسکر وژل شوي دي.

د دغو بریدونو زیاتره ذمه دارۍ تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې دي.

د ډېره اسماعېل خان د پولیسو ویاند امتیاز وي او اې ډيوه سره په شريکه کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې پوليسو ته د ډېره اسماعیل خان کلاچي تحصیل په مډي سیمه کې د انتهايي مطلوبه ترهګرو د موجودګۍ اطلاع تر لاسه شوې، چې د ترهګرۍ پلان جوړوي.

په بيان کې ویل شوي کله چې تېره شپه ناوخته بيا پوليس او پوځ دغلته ورسېدل او تر وسلوالو یې ګېره چاپیره کړه نو وسلوالو پرې ډزې پیل کړې.

هغه ویلي په نښته کې درې مهم ترهګر وژل شوي چې وایي د کمال، سلیم او د احسان په نومونو پېژندل شوي دي.

پوليس وياند امتیاز وي او اې ډيوه ته ویلي د وژل شوو ترهګرو تعلق د تحریک طالبان پاکستان (ګنډاپور) ډلې سره دی.

کلاچي د ښار نه نیزدې 40 کیلومیټره لرې سوېل لوېدیځ سیمه ده چې تېره اوونۍ پکې يو پوليس د نامعلومه وسلوالو په ډزو وژل شوی وو. د دغه بريد ذمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

پوليسو په بيان کې دعوه کړې چې د وژل شوو ترهګرو نه په غټه کچه وسله هم ترلاسه شوې ده.

د بيان ترمخه وژل شوي ترهګر په ټانک ضلع کې د اېف سي په قلعه په برید، د پولیو ټیمونو په ساتنې مامور پولیسو باندې په بریدونو، هدفي وژنو او د ترهګرۍ په څو نورو پېښو کې ککړ وو.

په ټانک کې د مارچ د 29 او 30 په منځنۍ شپه وسلوال د ملېشه ځواکونو قلعې ته ننوتلي وو او بريد یې کړی وو.

د پوځ ویاندې ادارې ای ایس پي آر په یو بیان کې په ټانک کې د شپږو عسکرو او د دریو مشکوکو وسلوالو د وژل کېدو تصدیق کړی وو.

پوځ ویلي وو چې د ترهګرۍ د ختمولو دپاره به یې هلې ځلې دوام لري او د عسکرو وژل کېدل به د پوځ عزم نور هم مضبوطوي.

ددې پېښې په اړه د ټانک د ضلعي روغتون مشر یا ایم ایس عباس شېراني د دفتر چارواکو وي او اې ډیوه ته منلې وه چې په دې پېښه کې د مړو شوو شپږو عسکرو مړي او 18 ژوبل کسان روغتون ته راوړل شوي وو.

د خېبرپښتونخوا ډېره اسماعیل خان ضلع د بلوچستان له ږوب ضلعې، د پنجاب له ډېره غازي خان، بکهر او میانوالي ضلعو، د خیبر پښتونخوا له لکي مروت، ټانک او قبایلي ضلعې جنوبي وزيرستان سره په پولو پرته سیمه ده.

په سیمه کې د فرقه ییزو شخړو سره د ناامنۍ یو شمېر پېښې شوې چې پکې په کال 2013م د ډېره اسماعېل خان په مرکزي زندان (سنټرل جېل) وسلوال برید هم شامل دی.

په دغه برید کې وسلوالو تر 243 زيات بنديان د زندان نه تښتولي وو، چې پکې زيات خطرناک ګڼل کېدونکي ترهګر هم شامل وو. د ډېره اسماعيل خان په سنټرل جېل شوې دغه حمله کې د څلورو پوليسو په ګډون 12 کسان وژل شوي او اووه ژوبل شوي وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG