لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو مشر: د افغانو نجونو تعلیم ځنډول له برابرو حقونو ناجایزه سرغړونه ده


واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انتونیو ګوتېریش یو ځل بیا په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د سکولونو د بندېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د طالبانو د حکومت دا پرېکړه یې د دې هیواد په زیان بللې ده.

انتونیو ګوتېریش د اپرېل په دویمه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د نجونو پر تعلیم بندیز له بشري حقوقو بې جوازه سرغړونه ده. ښاغلی ګوتېریش وایي:

"زه ډېر خفه یم چې تر شپږم پورته د نجونو ټولګي ځنډول شوي دي، دا له برابرو حقوقو ښکاره سرغړونه ده چې هیڅ جواز نه لري او دا د ټول هیواد په زیان ده."

د ملګرو ملتونو عمومي مشر ویلي د افغانو ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ کولای شي چې د دې هېواد ماشومان له لوږې او ټولنه یې له غریبۍ و ژغوري.

د طالبانو د تعلیم وزارت د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ د نجونو او هلکانو سکولونه پرانیستل، خو په هماغه لومړۍ ورځ یې څو ګنټې وروسته په یوه اعلامیه کې وویل چې د نجونو تر شپږم پورته ټولګي به تر بل امر پورې بند وي.

د طالبانو له خوا تر شپږم پورته د نجونو پر تعلیم د بندیز په ضد په نړۍ کې پراخ غبرګونونه را وپارېدل.

تېره اوونۍ امریکې، کېنېډا، فرانس، ایټلي، ناروې او برتانیې په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو دغه اقدام غندلی وو او د طالبانو له حکومت يې غوښتي وو چې خپله پرېکړه بیرته واخلي او د نجونو سکولونه سمدستي بیرته پرانیزي.

له دې پرته ایمنیسټي‌ انټرنېشنل، د بشري‌ حقونو د څار نړیوالې ادارې او ملګرو ملتونو هم پرله پسې د طالبانو له خوا د نجونو پر لوړو زدکړو د بندیز په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل پخپل تازه رپوټ کې ویلي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ښځې او نجونې له ټولو برخو په ځانګړي ډول د تعلیم او په سرکاري ادارو کې له کار او رسنیو لرې شوې دي.

دغه اداره وایي مخکې په افغانستان کې 36 فیصده د رسنیو کارکوونکې، 28 فیصده د پارلمان غړې، والیان یا د واليانو مرستیالې ښځې وې، خو وايي د طالبانو تر راتګ وروسته هغوی ټولې له دغو برخو لرې کړل شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG