لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نن د بې باورۍ تحریک ته رایې ورکول کېږي، عمران خان ټول ملک کې د لاریونونو غږ کړی


اسلام اباد ـــ په پاکستان کې د بې باورۍ په تحريک نن رایې ورکول کيږي، خو وزير اعظم عمران خان په خلکو غږ کړی په ګرد هيواد کې دې د ده د حکومت د ړنګولو د مبينه بهرنۍ دسیسې پر ضد لاريونونه را وباسي.

عمران خان ويلي دي چې هغه سره په قومي اسمبلۍ کې د نن اتوار- یکشنبې د ورځې د رایو د پاره تر يو ډېر پلانونه دي او ټول به وويني چې د اپوزيشن مقابله دی څنګه کوي.

وزير اعظم دغه څرګندونې د خالي- شنبې په ورځ په ژوندۍ بڼه د پوښتنو او جوابونو په یوه غونډه کې وکړې.

د په داسې حال چې د اتوار- يکشنبې په ورځ د مظاهرو امکان مخالفه ډلې اندېښمنې کړې دي او ويلي یې دي چې د ماتې نه وروسته خلک تشدد ته راپارولو له کبله به وزير اعظم ته حساب ورکول وي.

وزير اعظم د يوې پوښتنې په ځواب کې په خلکو غږ وکړو، "که تاسو غلي پاتې شوئ نو دا به د بدۍ ملاتړ وي، زه غواړم چې تاسو ټول احتجاج وکړئ او د دې دسیسې پر ضد خپل اواز اوچت کړئ".

مخالفه ډلې او څېړونکي وایي عمران خان ته د بې باورۍ تحريک کې خپله ماتې په نظر ښکاري او دا رقم د غيرملکي سازش يا مذهبي کارډ نعرې د راتلونکو انتخابونو د پاره خپله بيانيه جوړول غواړي.

په قومي اسمبلۍ کې د مخالفه ډلو مشر شهباز شريف ويلي چې ایيني لاره دې خپله کړی شي چې د پارليمان غړي نن خپله رایې ورکړي. هغه هيله څرګنده کړې چې پر امنه ماحول به پر ځای وي:

"خلک اړي ګړي او تشدد ته په راپارولو به وزير اعظم ته حساب ورکول وي. عمران خان چې پاکستان ته څومره زيان اړولی څوک یې سوچ هم نه شي کولای".

همدا شان د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو يوې خبري غونډې ته وويل، "يو ماتې خوړونکی کس يو جمهوري عمل ته د زيان اړولو هڅه کوي او د پي ټي ای مشران اسلام اباد ته د بدماشانو د راوستلو هڅه کوي".

نوموړي زياته کړه چې عمران خان د امريکې پخواني صدر ډونلډ ټرمپ نه ډېر متاثره ښکاري او د هغه غوندې جوړېدل غواړي٠

بلاول وويل که حکومت د اړي ګړي جوړولو څه سازش وکړو نو ټول جمهوري قوتونه او اییني ادارې به د عمران خان دې سازش ته ماتې ورکوي.

د تحریک عدم اعتماد ووتنګ نه وړاندې په سوشل مېډيا هم د واکمن ګوند تحريک انصاف پلویان خلک د حکومت په حق کې راوتو ته پاروي.

نن کېدونکې د قامي اسمبلۍ غونده د بحث موضوع ده او په ټويټر د وزير اعظم په پلوۍ د "غدار کا ګهیراو" ټریند روان دی.

وزيراعظم عمران خان پخپل يو ټویټر پيغام کې ویلي، "نن مونږه د دروغو او غدارۍ پر ضد د حق او وطن پالنې جنګ کوو".

بل لور ته د پنجاب صوبې وزيراعلی عثمان بزدار له استعفا وروسته دغلته په صوبایي اسمبلۍ کې نن د اتوار- یکشنبې په ورځ د نوي وزيراعلی د ټاکنې د پاره رایې ورکول کيږي.

د څېړونکو په وینا د مسلم ليګ ن او اتحاديانو کېنډیډېټ حمزه شهباز او د مسلم ليګ ق او د اتحاديانو امیدوار چودهري پروېز الهي تر منځ يو سخته مقابله کېدونکې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG