لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان داسمبلیو ماتولو وړاندیز صدر ته ولیږلو،په قام د نوؤ ټولټاکنو دتیارۍ غږ


Imran Khan
Imran Khan

دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي دهیواد صدر ته یې داسمبلیو ماتولو وړاندیز لیږلی ا‌ؤ‌ په قام یې غږ کړی دی چې نوؤ ټولټاکنو لپاره تیاۍ ونیسي.

هغه دا اعلان داتوار په ورځ وروسته له هغې قام ته پخپله یوه لنډه وینا کې کړی دقامي اسمبلۍ ډپټي اسپیکر د وزیراعظم پرضد اپوزیشن ډلو لخوا وړاندې کړل شوی تحریک مسترد کړو اؤ داسمبلۍ غونډه یې وځنډوله.

داسمبلۍ له غونډې ځنډیدو سمدستي وروسته عمران خان په ټيلي ویژن راڅرګند شو اؤ قام ته یې دبې باورۍ دتحریک په مسترد کیدو مبارکي وویله .

هغه وویل صددر ته یې داسمبلیو دماتولو وړاندیز لیږلی اؤ کله چې هغه دا وړاندیز ترلاسه کړي نو اسمبلۍ به ماتې شي.

عمران خان وویل قام باید نوؤ ټولټاکنو ته تیاری ونیسي.

هغه وویل دبې باورۍ تحریک باندې زیات خلک خفه وؤ اؤ دا د الله فضل دی چې اسپیکر دا تحریک مسترد کړو

(ددې رپورټ نور جذيات درته ډیر زر درکوؤ)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG