لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

علیم خان: د عمران خان په ملګرتيا پرېښودو ورته غدار ويل شوي


د عمران خان نزدې يادېدونکی ملګری علیم خان چې د پنجاب اسمبلۍ غړی دی، او د پاکستان تحریک انصاف ګوند نه خفه شوی، ويلي يې دي هغه د دغه ګوند دپاره قربانۍ ورکړي خو نن عمران خان هغه ته غدار وايي.

علیم خان پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ په لاهور کې خبري غونډې ته ويلي، د 2010 نه 2018م پورې په ټولو جلسو کې د عمران خان سره وو، او په 2010 کې چې څومره جلسې شوي عمران خان به يې دانتظاماتو کولو هغه ته ويل او هغه يې برابرتيا کړې ځکه چې په ګوند بوج رانشي.

علیم خان دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې په پنجاب صوبه کې هم وزيراعلا عثمان بزدار لرې کړی شوی او د بل وزیراعلا دپاره عمران خان د مسلم ليګ ق چودري پروېز الهي نومولی دی. مخالفه ګوند مسلم ليګ ن وايي د وزيراعلا په انتخاب به مقابله کوي، او د علیم خان او جهانګير ترين ګروپونو ملاتړ ورته ترلاسه دی.

علیم خان چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند نه خفه دی، عمران خان او ګوند يې وايي د خفه غړو پرضد به کارروايي کوي. په وروستيو کې عمران خان ويلي د اوښتو غړو پرضد د غدارۍ مقدمه پکار ده او تلعمري په انتخاباتو کې د برخې اخستو څخه نااهله ګرځول پکار دي.

نوموړي ويلي، چې کله يې د بزدار د حکومت بدلولو خبره وکړه، نو نېب وغوښتو، بيا هلته کښېنول شو او 100 ورځې په جېل کې وساتل شو.

عليم خان عمران خان ته په مخاطب کولو سره ويلي، نن په ملګرو د غدارۍ تمغې وېشي، او وايې چې عليم خان غداري کړې ده، هغه ويلي د تحريک انصاف دپاره د هغه نه زیاتې قربانۍ بل چا ورکړي دي.

عليم خان په لرې کړی شوي وزيراعلا عثمان بزدار د بډو رشوتونو اخستو تورونه لګولي او د لومړۍ مېرمن (عمران خان د ښځې) د نزدې ملګرې فرح خان يادګېرنه يې هم کړې او تورونه يې لګولي چې د هغې د سرکاري افسرانو په ځای کولو کې څه کردار وو، هغه تور لګولی چې فرح خان هرڅه لوټ کړي او تښتېدلې ده.

نوموړي نور هم ډېر تورونه لګولي او ويل کيږي د عليم خان سره نور هم ډېر رازونه پټ دي.

عليم خان چې تعلق يې د لاهور سره دی کاروباري تن دی، په 2011 کې په پاکستان تحریک انصاف ګوند کې شامل شوی، او په 2018 کې د پنجاب اسمبلۍ غړی منتخب شوی.

د عليم خان نه وړاندې د عمران خان نزدې يادېدونکی جهانګير ترين هم د تحریک انصاف ګوند څخه لرې شوی دی.

XS
SM
MD
LG