لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس وایي امریکا پاکستان کې لاسوهنه کړې خو څېړونکي وایي د روس بیان دې هم مداخله وګڼل شي


واشنګټن ــــ روس په امریکې د پاکستان په کورنیو چارو کې د مداخلت تور لګولی او ویلي یې دي چې روس ته د عمران خان د سفر سزا امریکې دوی ته د بې باورې تحریک په شکل ورکړې ده.

امریکې یو ځل بیا په پاکستان کې د بې باورۍ تحریک کې د څه قسمه کردار نه انکار کړی دی او ویلي یې دي چې امریکه په یو هیواد کې هم د یو سیاسي ګوند د بل په مقابله کې مرستې نه کوي.

د روس د بهرنیو چارو وزارت د نهې- سه شنبې په ورځ پخپل بیان کې ویلي، د فرورۍ پر ۲۳مه نېټه روس ته د عمران خان د سفر تر اعلان وروسته امریکې او د دې ملګرو غربي هېوادونو پر پاکستان فشار زیات کړی وو چې عمران خان دا سفر ونه کړي.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد ډاکټر خورشید وایي، پاکستان او روس چې په وروستیو کلونو کې یو بل ته نیژدې شوي دي نو ماسکو به خامخا په دې نظر ساتي او وایي چې امریکا یو ډول په پاکستان فشار اچوي چې د روس ملګرتیا پرېږدي. ډاکټر خورشید وي او اې ډیوه ته وویل:

"دا وخت د روس دپاره د پاکستان پوزیشن ډېر اهمیت لري، هغوی دا بیان ځکه ورکړی چې د پاکستان په کورني سیاسي بحران کې د عمران خان له موقف سره مرسته وکړي".

د پاکستان وزیراعظم عمران خان څو ورځې وړاندې قوم ته په وینا کې تور پورې کړی وو، چې یو بهرني هېواد- د امریکې نوم یې اخیستی وو- پاکستان ته یو خط لېږلی چې وایي د اپوزیشن د بې باورۍ تحریک په وسیله یې د ده حکومت ختمول غوښتل.

امریکې سمدستي د روس بیان ته څه جواب نه دی ویلی، خو د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس پرون یوې خبري غونډې ته ویلي، امریکا د آییني بالادستۍ او د جمهوري اصولونو او د قانون مرسته کوي، وایي د امریکې دا تګلاره د ټولو هېوادونو لپاره ده:

"دا تورونه سم نه دي، موږ د یوه سیاسي ګوند په مقابله کې د بل ګوند ملاتړ نه کوو، خو د قانون د واکمنۍ او جمهوریت مرسته به کوو".

څېړونکي وایي د روس دا بیان چې امریکا یې په پاکستان کې په لاسوهنې تورنه کړې د پاکستان لپاره سفارتي حالات خرابولای شي. سیاسي څېړونکی نجم رفیق وایي که روس پر امریکا په پاکستان کې د لاسوهنې تور لګوي بیا نو د روس بیان هم باید د پاکستان په چارو کې مداخله وګڼل شي.

د نړیوالو چارو څېړونکی حسن عسکري وایي، د روس دغه بیان له پاکستان سره څه کار نه لري بلکې دا د روس او امریکې تر منځ له کړکېچ سره تړلی دی.

د فرورۍ پر ۲۴مه چې روس په اوکراین برید پیل کاوه په هغه ورځ د پاکستان وزیراعظم عمران خان له یو اعلی پلاوي سره په ماسکو کې له روسي صدر ولادیمیر پوټین سره لیدلي وو.

د عمران پر دې په پاکستان او بهر نړۍ کې نیوکې شوې وې، خو د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د دې سفر ملاتړ کړی او وایي امریکا یې مخکې له مخکې له دې سفره خبره کړې وه. قرېشي وایي:

"روس ته د تلو نه وړاندې د امریکا د لوړې کچې رابطه شوې او موږ اورېدلي وو، امریکې راسره خپل نظر شريک کړی وو، مونږ د دې دورې ټول پس منظر، نقطه نظر او مقصد د وړاندې نه امریکا ته ورکړی وو، او دغه شان دا دوره وشوه".

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند نیډ پرايس د فرورۍ پر ۲۴مه ويلي وو، امریکا روس ته د پاکستان د وزیراعظم له سفره خبره ده، خو غوښتنه یې کړې وه چې د نړۍ د هر ذمه واره ملک دا زمه واري په اوکراین د روس د برید په خلاف خپله اندېښنه او اعتراض څرګند کړي.

پاکستان تر اوسه په ښکاره پر اوکراین د روسي بریدونو غندنه نه ده کړې خو وزیراعظم عمران خان تېره میاشت د اسلامي‌ همکارۍ سازمان غونډې ته په وینا کې غوښتنه کړې وه چې د روس او اوکراین شخړه دې د خبرو له لارې حل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG