لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان ځوانو ډاکټرانو له شپږ مياشتو پس خپل احتجاج ختم کړ او دندو ته ستانه شول


کوټه ــــ د بلوچستان په سر ښار کوټه کې د ځوانو ډاکټرانو د کميټۍ غړو او د ايالت د صحت وزير سيد احسان شاه د اپرېل پر پینځمه ماخوستن ناوخته په ګډ خبري کانفرنس کې اعلان وکړ چې په ايالت کې روان شپږمياشتنی احتجاج ختموي او له دې پس به د ايالت په ټولو سرکاري روغتونونو کې ځوان ډاکټران دندو ته حاضر وي.

د بلوچستان د صحت وزیر سيد احسان شاه وويل د ځوانو ډاکټرانو جایزې غوښتنې یې منلې دي او نور به د احتجاج لړ‎ۍ ختموي.

سيد احسان شاه زياته کړه چې په روغتونونو کې د سهولياتو او نويو نوکریو اعلانولو عمل به ژر تر ژره تر سرہ کوي. احسان شاه وایي د پيرا ميډيکس غوښتنې به منل کېږي او کوم کلنۍ فنډ چې بند وو هغه به راخلاصيږي:

"په اول سر کې چې د ځوان ډاکټرانو کومې غوښتنې وې په هغه کې د دوی اقتصادي ګټې وې خو د ايالتي حکومت هم چې څومره اقتصادي وس وو هغه يې پوره کړی او په هغه کې هيڅ شک نه ليدل کيږي، دوی [ځوان ډاکټران] له خپلو ځینو شخصي غوښتنو تېر شوي‌ او نورې غوښتنې به یې منل کېږي”۔

د ځوانو ډاکټرانو د اتحاديې "وای ډي اې" یو مشر ډاکټر بهار شاه خبري کانفرنس ته وويل، که څه هم له دوی سرہ د شویو سرکاري ژمنو ليکلی ضمانت یا (نوټيفيکيشن) نه دی ورکول شوی خو بيا هم په روژه کې د ايالت د ناروغانو د ستونځو او تکليفونو په موخه خپل احتجاج ختموي:

“د روژې د احترام په موخه موږ ټول روغتونونه هغه که او پي ډيز وي که په روغتونونو کې دننه عمليات وي او که د بيړنيو عملياتو [ايمرجنسي سروسز] وي، هغه ټول خلاصوو. کوم شوکاز نوټسونه چې زموږ ډاکټرانو ته ورکول شوي دي هغه به بيرته اخيستل کيږي”۔

ډاکټر بهار شاه زياته کړه چې پر دوی "ځوانو ډاکټرانو" باندې درج کړل شوې مقدمې به ھم حکومت بيرته اخلي۔

د بلوچستان وزیر اعلا مير عبدالقدوس بزنجو هم د ځوانو ډاکټرانو احتجاج ختمول ښه عمل بللی او ويلي یې دي چې د ځوانو ډاکټرانو له طرفه د حکومتي پرېکړو مثبت ځواب ورکول د ستاينې وړ عمل دی۔

د یادونې وړ‎ دہ چې د کوټې په شمول د بلوچستان ايالت په نورو لويو او وړ‎و ښارونو کې د تېر کال د اکتوبر له مياشتې راهسې ځوان ډاکټران پر احتجاج وو او په سرکاري روغتونونو کې خپلو دندو ته نه حاضرېدل.

په سر ښار کوټه کې يې په وار وار له پوليسو سره اخ و ډب هم شوی او دوه وارې ګڼ شمېر احتجاج کوونکي ډاکټران پوليسو په تاڼو او جېلونو کې هم بنديان کړي وو او د دوی په ضد یې مقدمې درج کړې وې.

ځوان ډاکټرانو د خپل احتجاج پر مهال پر ايالتي حکومت توندې نيوکې کړې او تور يې پورې کړی چې د ايالت په سرکاري روغتونونو کې د درملنې ښه فرصت، اسانتیاوې، دواوې، د علاج د جدیدو مشینونو نشتوالی او ډاکټرانو ته مراعات نه دي ورکول شوي ځکه یې د احتجاج لارہ خپله کړ‎ې.

حکومتي چاراکي په سرکاري روغتونونو کې د دواوو او نورو ضروري اسانتیاوو نشتوالي مني، د ډاکټرانو دغه غوښتنې یې جایزې بللې خو د دې تر څنګ چارواکو پر ځوانو ډاکټرانو دا تور ھم پورې کاوہ چې ځوان ډاکټران د خپلو تنخاګانو په ګډون په سرکاري مراعاتو کې هم اضافه کول غواړي کوم چې د ايالتي حکومت له وسه وتلې او پر خزانه بوج جوړ‎یږ‎ي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG