لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې او يورپي يونين د روس پرضد نوي بندېزونه لګولي، د پيوټن دوه لوڼه هم پکې په هدف شوي


امریکې او د لويديځ اتحاديانو يې د شورو/ چهارشنبې په ورځ د روس پرضد نوي سخت او فوري اقتصادي بندېزونه لګولي دي. چې پکې په روس کې د امریکا په پانګونو بندېز هم شامل دی، او د روس د صدر ولاديمیر پيوټن د دوه لوڼو شتمنۍ پکې هم په هدف کړی شوي دي.

سپينې ماڼۍ ويلي، د روس د پوځ لخوا د اوکراين د پلازمينې کیف نه بهر په غاړه کې پرتې علاقې (بوچا) کې په تازه ورځو کې د جنګي جرمونو په تورونو نوي ګامونه پورته کول لازمي شوي وو.

له دې وړاندې د يورپي کونسل صدر چارلس مشيل هم د شورو په ورځ ويلي، چې د يورپي يونين په نوو بندېزونو کې د سکرو/ کويلې په راغوښتو بندېزونه شامل دي، او يورپي يونين به ډېر زر په تېلو، تر دې چې په ګېس هم د بندېزونو لګولو ګام پورته کړي.

ويل شوي د پيوټن په لوڼو مريانه پيوټن او کترينا ټخونووا نه علاوه، امریکې د وزيراعظم ميخايل مشوستن، د روس د بهرنيو چارو وزير سرګۍ لاروف د بچو او روس د امنيتي کونسل د غړو چې پکې پخوانی صدر او وزيراعظم، دمتري مدويديف شامل دی، په هغو هم بندېزونه لګول شوي دي.

ويل شوي د پيوټن د نزدې کورنۍ د امریکې د مالياتي نظام سره د هر ډول اړيکې قطع کړی شوي، او که په دوی کې د چا شتمنۍ په امریکا کې وي نو هغه به تړل کيږي.

ويل شوي صدر بايډن به زر يوه ځانګړې حکمنامه لاسليک کړي چې پکې به په امریکايانو هم بندېز ولګول شي چې دوی به په روس کې پانګونې نه شي کولی.

صدر بايډن د شورو په ورځ د لېبر يونين يوې دستورې ته په وېنا کې ويلي، چې د عامو خلکو په بې دردۍ وژل، جسدونه په اجتماعي قبرونو کې اچول، د زور او ظلم سخت منظرونه د نړۍ په وړاندې د مشاهدې دپاره پرېښودل شوي دي.

صدر بايډن ويلي، هلته چې څه کيږي هغه د جنګي جرمونو نه کم نه دي، زمه واره رويو ساتونکو ملکونو له پکار ده چې په ګډه په دې جرمونو کې ککړ کسان د انصاف کټهرې ته راولي.

د امریکې صدر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په پوجا کې په سړکونو اجتماعي قبرونه په او سړکونو د پرتو جسدونو عکسونه مخې ته راغلي دي.

بايډن ويلي، روس د وړاندې نه په دې جګره کې ماتې خوړلې ده، او پوځ يې د کيف نه بيرته ووځي، خو خبرداری یې ورکړی چې دغه جګړه لا ختمه شوې نه ده.

نوموړي دا هم ويلي، چې دغه جګړه د اوږدې مودې پورې دوامداره پاتې کېدی شي، خو ورسره يې دا ژمنه هم کړې چې امریکا به د اوکراين د خلکو سره ولاړه وي څوک چې د خپلې ازادۍ دپاره جنګيږيږي.

د هغه په وېنا، دوی (امريکا) به روس د دې قابل پاتې نه کړي چې د څو کلونو پورې بيا سر پورته کړی شي.

XS
SM
MD
LG