لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مخالفه ګوندونه: د سازش په اړوند دې امنيتي ادارې خپله بې طرفي ښکاره کړي


د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونو ويلي، عمران خان چې د کوم بهرني سازش خبره کړې، د ملي امنيت د غونډې ګډون والې امنيتي ادارې دې په دغه اړوند خپل بې طرفه دريځ څرګند کړي، د هغوی د ابهام له امله د دوی بې طرفي مشکوکه جوړوي.

تيره شپه ناوخته په اسلام اباد کې د مخالفه ګوندونو مشرانو ليدلي او د ليدنې وروسته د مخالفه ګوندونو مشر مولانا فضل الرحمان د نورو سیاسي مشرانو سره په ګډه مطبوعاتو سره په خبرو کې وویل، د مخالفه ګوندونو اتحاد ژمنه کوي چې د پاکستان د وفاقي پارليماني نظام د ساتنې دپاره به تر اخري حده پورې ځي.

هغه وويل، په ملک کې د صدارتي نظام او ډکټېټرشپ مسلط کولو دپاره سازش کولی شي، ځکه دوی غوښتنه کوي، چې د دغه غېر اييني اقدام مخنيوی دې وکړی شي.

د مولانا په خبره د عدم اعتماد تحریک د ايين ماتولو د لارې مسترد کول او رايې شماري نه کېدل، په ايين، جمهوریت او پارلیمان باندې حمله ده.

په (3 اپرېل) د قومي اسمبلۍ مرستيال سپيکر قاسم سوري د عمران خان پرضد د مخالفه ګوندونو د بې باورۍ د تحریک قرارداد مسترد کړی او بيا عمران خان صدر عارف علوي ته د قومي اسمبلۍ ماتولو سپارښتنه کړې او صدر قومي اسمبلي ماته کړې ده.

مخالفه ګوندونو دغه ګام ته غېر اييني ويلي او دغه مسله يې سپريم کورټ ته وړلې ده.

سپريم کورټ په دغه اړه د خپله انده/ از خود نوټس اهم اخستی وو. د درېم اپرېل نه د دغه قضيې اورېدنه په سپريم کورټ کې روانه ده.

عمران خان تور لګولی، د حکومت پرضد د بهر نه سازش شوی، او دلته یې مخالفه ګوندونه او خپل خلک په دغه سازش کې شامل شوي دي. نوموړي د امریکا نوم اخستی خو امريکا د عمران خان د حکومت پرضد د سازش تورونه رد کړي دي.

عمران خان او ملګرو یې دريځ خپل کړی چې د بهر نه کوم سازش شوی او په دغه لړ کې خط راغلی، په هغې د ملي امنيتي کمېټۍ/ نيشنل سيکيورټي کمیټۍ په غونډه کې بحث شوی او د امنيتي ادارو مشران هم پکې موجود وو.

مولانا فضل الرحمان تيره شپه وويل، د جعلي سازشي نظريې په اړه يې بيا بيا ويلي، چې د ملي امنيتي کميټۍ غړي او استازي دې خپل دريځ په ډاګه کړي، د هغوی د ابهام له امله داسې ښکاري چې د دې ټولې لوبې په شا د هغوی د بې طرفۍ دعوه مشکوکه کيږي، ځکه هغوی دې خپله بې طرفي په ډاګه کړي.

مولانا وويل، د جمعې ورځ به د تحفظ ايين، يوم نجات او يوم تشکر په توګه نمانځلی شي.

پرون صدر عارف علوي الېکشن کمېشن ته خط ليکلی او ورته يې په 90 ورځو کې د انتخاباتو د تيارۍ کولو ويلي دي.

د قومي اسمبلۍ د ماتولو وروسته عمران خان د انتخاباتو د تيارۍ ويلي، او د مخالفه ګوندونو مشر شهباز شريف ته د موقتي/ نګران وزيراعظم د نوم ورکولو هم ویل شوي خو مخالفه ګوندونه وايي اول دې د بې باورۍ په تحریک د سپيکر په رولنګ سپریم کورټ فېصله واوروي، بيا به نورې خبرې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG