په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خصوصي مشن لپاره د عمومي سېکتر مرستيالې خصوصي استازې مېټ نوډسن ويلي دوي د افغانستان د خبريالانو په ملاتړ ولاړ دي او بايد طالب چارواکي د افغان خبريالانو سره د خبرو اترو له لارې د ستونزو حل راوباسي.
د اپرېل په شپږمه نوموړې د افغانستان د بېلا بيلو رسنيو له مشرانو سره وليدل او د ملګرو ملتونو له خوا يې خبريالانو ته د ملاتړ ډاډ ورکړو، د نوموړې سره د افغانستان اريانا نيوز، پژواک، شمشاد ټي وي، طلوع نيوز او ون ټي وي نيوز مديرانو د چارشنبې په ورځ ليدلي دي.
اغلې مېټ نوډسن وويل طالب چارواکي دې د افغان خبريالانو سره د خبرو اترو لړۍ پېل کړي، سخت ګامونه دې بند کړي او خبريالان دې د ګواښونو او تاوتريخوالي نه وژغورل شي.
دا خبرې له هغې وروستو مخې ته راغلي چې په افغانستان کې د طالب چارواکو له خوا د افغانستان لپاره د امريکا غږ، بي بي سي او دوچه وله ټيلي ويژنې خپرونې بندې کړی شوي دي او ځيني خبريالان هم نيول شوي دي.
بل اړخ ته د افغانستان د خبريالانو د ملي ټولنې له خوا ويل شوي چې تېر کال د اګست له مياشتې راهسې په 33 ولايتونو کې د رسنيو 318 ادارې تړل شوي دي او د رسنيو کارکوونکي په ګڼ شمېر کې بې روزګاره شوي دي.
د دې ترڅنګ داېمنسټي انټرنېشنل هم د مارچ په 30م په افغانستان کې د طالبانو لخوا د خبریالانو او بشري فعالانو د نيولو په اړه اندېښنه ښودلې وه او غوښتنه يې کړې وه چې دا تاوتريخوالی دې ختم کړی شي.
د مارچ په 3م په هرات ولايت کې د خالد قادري په نوم يو خبريال نيول شوی وو او د هغه خور په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي وو چې ورور يې بې له کوم جرمه بندي دی خو د طالبانو له خوا په دې اړه کوم بيان مخې ته نه وو راغلی.
تېر کال د اګست په 15مه د طالبانو په افغانستان کې په واک کې د راتلو وروستو يو شمېر خبريالانو هېواد پرېښودی او يا يې په رسنيو کې روزګار بند کړی دی.
د دې ترڅنګ يو شمېر داسې د تشدد پېښې هم مخې ته راغلې وې د کوم وروستو چې نړيوال سازمانونو په طالبانو غږ کړی وو چې د خبريالانو ځورونه دې بنده کړی شي.
د بې پولې خبريالانو او د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنې لخوا تېر کال د دسمبر په مياشت کې ويل شوي وو چې په افغانستان کې له 543 رسنيو څخه 231 تړلي شوي دي۔.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته تر 6400 زياتو خبريالان بې روزګاره شوي او د رسنيو د تړلو د علتونه د پېسو نشتوالی يا د خبريالونو له هېواده وتل دي.