لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملا برادر له قطر سره د کابل هوايي ډګر د تړون د نېټې پر ټاکلو ټینګار کړی


واشنګټن - د طالبانو د ریس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتي دي چې له قطر سره دې د کابل د هوايي ډګر د تړون د لاسلیک کولو لپاره نېټه وټاکي.

ملابرادر دغه غوښتنه په کابل کې د یو اقتصادي کمېسیون په غونډه کې کړې چې نوموړي یې مشري کوله.

طلوع نیوز د هغې اعلامیې له مخې، چې د ملا برادر له دفتر څخه خپره شوې راخیستي دي، چې قطري کمپنیانې دا مهال د کابل د هوايي ډګر تخنیکي چارې پر مخ وړي خو تر اوسه کوم تړون نه شته.

په ورته خت کې د طالبانو د هوايي چلند چارواکو هغه راپورونه رد کړي دي چې ګواکې قطري ځواکونه د کابل په هوايي ډګر کې دېره دي.

د طالبانو د هوايي چلند د وزارت مرستیال غلام جیلاني وايي، "هلته کوم پوځي عملیات نه وو،‌ مونږ د اور وژنې او ژغورنې ډله لرو چې د کومې ممکنه پېښې په صورت کې عمل وکړي."

تر دې مخکې په ټولنیزو رسنیو باندې داسې ویډیوګانې خپرې شوې وې په کومو کې چې د کابل په هوايي ډګر کې قطري ځواکونه ښکارېدل.

څېړونکو له قطري کمپنیو سره د کابل د هوايي ډګر د تړون په اړه ډول ډول نظرونه لري.

د سید طارق فرهادي په نامه یو سیاسي څېړونکي طلوع نیوز ته ویلي، "د بهرنیو چارو وزارت باید بیړني ګامونه واخلي چې دغه تړون لاسلیک شي. د تجارتي الوتنو له پیل سره د افغانانو د سفرونو لګښت کمېږي."

د افغانستان د هوايي چلند پخواني مشر محمد قاسم وفايي‌زاده ویلي، "هر ډول تړون چې په پایله کې یې د افغانستان هوايي‌ سیستم په بهرنیو کمپنیانو پورې تړل کېږي د افغانستان په ګټه نه دی."

اقتصادي کمېسیون همدارنګه د بهرنیو، کورنیو او اقتصاد وزارتونو او د استخباراتو ادارې ته لارښونه کړې چې د افغان سوداګرو سفرونو ته دې اسانتیاوې برابرې کړي.

تېره میاشت د وسلوالو طالبانو یو پلاوي له ترکیې څخه د خپلې لیدنې په ترڅ کې له ترکي چارواکو سره په لیدنه کې د کابل د هوايي ډګر او په افغانستان کې د څو نورو نړیوالو هوايي ډګرونو د تړون په اړه خبرې وکړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG