لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

م م: د بشري حقونو د شورا څخه د روس غړیتوب معطل کړی شوی


Balakisi bilongi ya bikolo kati na Assemblée générale ya ONU bawuti kopona mokano ya kotelemisa misala mya Russie na Conseil ya makoki ma bomoto, na New York, 7 avril 2022.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه/ جنرل اسمبلۍ کې د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د روس پرضد د بشري حقونو د کونسل د غړيتوب معطل کولو دپاره رايې ورکړی شوې چې روس په اوکراين کې ظلمونه کوي.

د روس د غړیتوب د معطل کولو دپاره په 193 رايو کې 93 په دې حق کې رايې ورکړې چې د روس غړيتوب دې معطل کړی شي، 24 يې مخالفت کړی او 58 غړي د رايې ورکولو په وخت حاضر نه وو.

راپورونه وايي چين د روس د غړيتوب معطل کولو پرضد ووټ ورکړی دی.

هغه هېوادونه چې د رايې ورکولو په وخت غېر حاضر وو، پکې د پاکستان او هند په ګډون د سويلي اسيا هېوادونه، سعودي عرب، متحده عرب امارات، جنوبي افريقه او برازيل هم شامل دي.

د روس د بشري حقونو د شورا د غړيتوب معطل کولو دپاره په جمع کړی شوي قرارداد کې ويل شوي، په اوکراين کې بشري بحران روان دی، او هلته د بشري حقونو د چقولو په اړه د ملګرو ملتونو عمومي غونډه اندېښنه لري.

د پاکستان لخوا لا هم د رای نه ورکولو په اړه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی او په ملګرو ملتونو کې د هند استازي ټي اېس تيروموتي ويلي هند د اوکراين د شخړې د لومړۍ ورځې راهسې په خبرو اترو، سفارتکارۍ او امن ټينګار کړی دی.

خو له دې وړاندې هم پاکستان په سلامتې کونسل کې د روس خلاف د راې ورکولو نه ډډه کړې وه او په ملګرو ملتونو کې د پاکستان مستقل استازي منیراکرم تشویش څرګند کړی ؤ چې د اوکراين په معامله د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د موافقې سره سم د د شخړې هواری د وخت ضرورت دی.

که څه هم د امريکا، اوکراين يا نورو هېوادونو له خوا په روس د اوکراين دننه د انسان وژنې تورونه لګي خو روس بيا بيا دا تورونه ردوي او په دې قرارداد د رای وروستو په ملګرو ملتونو کې د روس مرستيال استازي ګيناډي کوزمين وويل روس د بشري حقونو د ودې او تحفظ لپاره د روس رښتيني ګامونه کله هم دا امکان نه شي پېدا کولی چې د يو داسې نړيوال سازمان برخه پاتې شي چې د پورته ذکر شوو هېوادونو په اشارو چلېږي۔

بل اړخ ته د روس د صدارتي ماڼۍ د وياند له خوا په دې پرېکړه د افسوس څرګندونه شوې او ويلي يې دي چې روس به په هره قانوني لار د خپلو ګټو دفاع کوي.

د امريکا د خارجه چارو سېکتر انتوني بلنکن په برسلز کې خبريالانو ته ويلي هغه هېواد چې د بشري حقونه په ښکاره توګه تروړي، کله هم داسې اداره کې شامل نه شي چې د هغې دنده د بشري حقونو ساتنه وي۔ نن يو ناسم کار سم کړی شو۔

په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازې لنډا تهامس د رای وروستو وي او ای ته ويلي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا نه يو مستقل غړی نن وويستل شو د کوم مقصد چې د اوکراين اولس ته د ملاتړ يو قوي پېغام لېږل وو او دوي د بشري حقونو په اړه يو قوي پېغام واستولو.

بل اړخ ته امريکې او د لويديځ اتحاديانو د شورو/ چهارشنبې په ورځ په روس نوي او سخت اقتصادي بندېزونه لګولي دي چې پکې روسي بېنکونه او د روس د صدر ولاديمیر پيوټن د دوه لوڼو شتمنۍ هم په هدف کړی شوې دي۔

تېره مياشت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرېکړه کړې وه چې د روس له خوا په اوکراين د حملې لپاره يو ازاد نړيوال کمېشن جوړ کړي۔ د بشري حقونو درې ماهران يې ټاکلي دي چې د راتلونکي لپاره ثبوتونه راټول کړي.

د روس د غړيتوب معطل کولو په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لنډ تهومس ګرين فيلډ ويلي، روس ته دغه خبره کول ضروري دي چې روس څه غواړي په خلاص مټ يې کوي او ورسره دا هم وايي بشري حقونو ته احترام هم لري.

د رویټرز ترمخه له دې وړاندې روس غړي هيوادونه خبردار کړي وو چې پرضد يې چا رايې ورکړه هغه به غېر دوستانه عمل ګڼلی شي او په دوه اړخيزه اړيکو به يې اغېزې وي.

(په دې خبر کې ځينې مالومات د نيویارک نه د ډیوه خبريال فضل الله شريک کړي دي).

XS
SM
MD
LG