لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یورپي پارلمان له طالبانو غوښتي د نجونو پر سکولونو بندیزونه دې سمدستي ختم کړي


یورپي پارلمان د پنجشنبې- زیارت په ورځ ناوخته په یو پرېکړه لیک کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز وغانده او د زده کړو پر روانو حالاتو یې ژور خفګان څرګند کړ.

یورپي پارلمان په دې پریکړه لیک کې ویلي، چې مخکې طالبانو زدکړو ته د ټولو افغانانو د لاسرسي ژمنه کړې وه.

د یورپي ټولنې پارلمان په افغانستان کې د ښځو او نجونو مخ په خرابیدونکي حالت باندې خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو زیاته توجه د ژوند له ټولو برخو د ښځو ګوښه کول دي:

"د ښځو د تعلیم، کار، سفر او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په ګډون د ښځو له حقونو څخه د طالبانو د ډلې انکار د غندنې وړ دی".

د یورپي ټولنې په دې پرېکړه لیک کې د هغو نجونو او ښځو د میړانې ستاینه کړې، چې د دغو بندیزونو پر وړاندې یې په سړکونو کې لاریونونه کړي او له یورپي ټولنې او د دغې ټولنې له غړو هیوادونو یې غوښتي چې په افغانستان کې ښځو د حقونو د فعالانو ملاتړ زیات کړي.

په دې وروستیو اونیو کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځیو بندیدو ته په نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي دي.

ملګروملتونو او د بخښنې نړیوال سازمان هم د طالبانو له خوا د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو تړلو باندې ژوره اندیښنه ښودلې او دا پریکړه یې له بنیادي‌ بشري حقونو سرغړونه بللې ده.

بل لور ته د امریکا اووه تنه ښځو تيره اوونۍ د کال سفر کړی، باوجود د دې چې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت افغانستان ته د امنیتي وضعې له امله سفري خبرداری جاری کړی، دغو اووه تنو ښځو د طالبانو د مشرانو سره ليدلي دي.

دغه ښځې چې د بېلابيلو ادارو سره تړاو لري، پکې يوه د (کوډ پينک) په نوم ادارې شريکه مشره ده هم کابل ته تللې وه.

هغې په واپسۍ وي او اې ته ويلي، دوی د طالبانو چارواکو، ځايي خلکو، ښځو او حقونو د فعالو سره ليدلي، خو دوی بيرته کورته "مايوسه" ستنې شوي دي.

د کوډ پينک شريکې مشرې مېډيا بېنجمن ويلي، د دوی افغانستان ته د تلو هدف هلته د جينکو د سکولونو بيرته پرانستلو خوشالي نمانځل وو، خو د دوی د سفر نه دوه ورځې وړاندې دوی ته وويل شو چې طالبانو چې وړاندې د سکولونو پرانستو کومه ژمنه کړې وه په غېر متوقع توګه دوی بيا د جينکو په سکولونو بندېز ولګولو.

هغې ويلي، "مونږ د تګ په اړه بحث وکړو چې تلل پکار دي که نه دي، او بیا مو پرېکړه وکړه چې د جينکو دپاره زمونږ ملاتړ ضروري دی او چې هڅه وکړو چې طالبان اماده کړو او ورته اووایو چې د دوی دغه پرېکړه ډېره بده ده".

بېنجمن زياته کړې طالب چارواکو ورته په ليدنو کې ويلي، د جینکو په سکولونو بندېز وقتي دی.

امریکايي ښځې زياته کړې په سفر کې يې د جينکو سره ليدلي او دغه جينکۍ مايوسه دي چې د تعلیم خوب او هيلې يې نيمګړې پاتې کیږي.

په 23 مارچ طالبانو د جينکو دپاره تعليمي ادارې پرانستې خو بيا يې تړلې او ويلي يې وو، د جينکو دپاره به تعليمي ادارې تر هغې تړلې وي څو پورې چې د تعليمي ادارو د بيا پرانستو دپاره د اسلامي شرعي قانون لاندې پلان نه وي جوړ شوی.

امریکې د طالبانو په دغه پرېکړه په دوحه کې د طالبانو سره ټاکل شوې خبرې ختمې کړې وې.

امریکا، برتانیې او يورپي هيوادونو هم د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او په طالبانو یې غږ کړی چې په سمدستي ډول د جينکو دپاره د سکولونو تړلو پرېکړه بیرته واخلي او سکولونه پرانيزي.

د ملګرو ملتونو امنيتي شورا په افغانستان کې خپلې ځانګړې استازې ډيبورا لوينز ته ويلي، چې د جينکو د سکولونو په مامله د افغان چارواکو سره خبرې وکړي او بيرته رپوټ ورکړي.

په افغانستان کې په 15 اګست طالبان په واک کې راغلي خو تراوسه پورې يې حکومت يو هيواد هم په رسميت نه دی پېژندلی.

د مرستندويه ادارو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په دغه هېواد کې خلک د لوږې سره مخ دي، او ويل شوي د 36 ملينه خلکو د ابادۍ 94 فيصده برخه يې د اغېز لاندې ده.

دغه امریکايي ښځې چې د افغانستان سفر يې کړی ويلي يې دي د کابل په کوڅو کې يې سخت غربت لیدلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG