لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په بلوچستان کې د پوليو وايرس لپاره د ماحولياتي نمونو نتیجې منفي راغلې دي


کوټه ــــ د بلوچستان د روغتيا چارواکي وايي، چې په ايالت کې په تېرو څوارلس مياشتو کې د پوليو يو مثبت کېس نه دی شوی او د دې ترڅنګ په ايالت کې د پولیو وايرس لپاره د ماحولياتي نمونو نتیجې هم منفي راغلې دي.

د ايالت په مرکز کوټه کې د روغتيا د بیړنيو عملياتو د ادارې يو چارواکي ډاکټر نجيب الله مروت له وي او اې ډيوه سره په مرکه کې ويلي، چې دا مهال په بلوچستان کې د پوليو وايرس ختم شوی دی.

ښاغلی مروت وایي‌ په بلوچستان کې د پوليو وايرس له پلوه حالات اوس ډېر ښه دي، ځکه چې وایي په ايالت کې د پوليو مثبت کېس ديارلس مياشتې وړاندې رپوټ شوی وو:

"په کلا عبدالله کې تېرکال په جنوري کې وروستی مثبت کېس راغلی وو. په صوبه کې د سيوريج د ناليو د اوبو دوولس نمونې اخيستل شوې خو له تېر اپريل مياشتې راهيسې په هغه کې د پوليو وايرس نه دی موندل شوی".

نوموړي زياته کړې، چې په بلوچستان کې په هر پوليو کېمپين کې شاوخوا دوه ميلينه ماشومانو ته د پوليو وايرس ضد څاڅکي ورکول کېږي، چې د هغه لپاره زرګونه ګرځنده روغتيايي ټيمونه کار کوي:

"د ماشومانو شمېر په يخ کې کم خو په اوړي يا ګرمۍ موسم کې زيات وي چې شمېر يې 26 لکه دی. روغتيايي کارکوونکي کور کور ته ورځي او ماشومانو ته قطرې ورکوي".

د بلوچستان حکومتي چارواکي وايي، په تېرو وختونو کې د پوليو وايرس زيات شمېر کېسونو ته په پام سره کمپېنونه هم زيات کېدل، خو اوس چې د مثبتو کېسونو شمېر کم شوی، په بلوچستان کې په هرو دوو مياشتو کې يو يوار د پوليو ضد کمپېن ترسره کېږي.

د پاکستان د روغتیا چارواکي وایي په هېواد کې د پولیو وروستۍ پېښه د تېر 2021 کال د جنورۍ په 27 نېټه د بلوچستان په دوکۍ ضلع کې مخې ته راغلې او تر هغه وروسته بله پیښه نه ده رپوټ شوې.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG