پاکستان کې د روان سیاسي کړکیچ په جریان کې پوځ وایي د زمکې نه په زمکه د وار کوونکي جوهري توغندي شاهین ۳ بریالۍ ازموینه یې کړې ده.
دپاکستان دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پی ار ویلي دشاهین ۳ توغندي دازموینې مقصد د وسلو دنظام دبیلابیلو طرزونو اؤ ټیکنیکي اړخونو ارزؤنه کول وؤ.
دایي ایس پي ار مشر میجر جنرال بابر افتخار وایي د اوسنۍ ازموینې سره دشاهین جوهري غوندي د ډیزاین اؤ تیکنیکي اړخونو یو وارې بیا پخلی شوی دی.
شاهین توغندې په د زمکې نه په زمکه تر۲۷۵۰کلومیټره واټن پورې خپل هدف په نخښه کولی شي .
دا توغندی د غږ نه هم اتلس چنده سیوا په یو ساعت کې د ۲۲۲۲۶ کلو میټره په رفتار سره خپل هدف ویشتی شي.
تر دې وړاندې تیرکال دفرورۍ په میاشت کې پاکستان د "غزنوي" په نوم داټومي اؤ د “بابر “په نوم د کروز توغندي ازموینې کړې وې.
پاکستان دخپل نوي ایټمي توغندي دا ازموینه په داسې حال کې کړې ده چې دتیرې میاشتې راهسې دغه هیواد دسخت سیاسي بحران سره مخ شوی چې له امله یې دپاکستان روپۍ نرخ په بیړې سره پریوځي اؤ دخپلو ورځنیو معاملو پرمخ د وړلو لپاره دنړیوالې مالیاتي ادارې څخه پورونو اخستو ته اړ دی.
په روان وضعیت کې دپاکستان تجارتي خساره 70فیصدي زیاته شوې او دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره هم دپاکستان دپور داووم قسط اخستو خبرې اترې دځنډ ښکار شوي دي.
دغریبۍ اؤ بدو ورځو سره مخ رقیب ګاوندي هیوادونه پاکستان اؤ هند هرکال دخپل بجټ زیاته برخه ددفاعي اړتیا ؤ په نوم په پوځ مصرفوي اؤ وخت په وخت دنوؤ وسلو اؤ میزائیلو تجربې کوي.
په مارچ کال ۲۰۱۹م کې هند ویلي وؤ چې خپلو هوایي یا خلایي اثاثو ته دپېښو ګواښونو مخنيوي لپاره يې دديو سيټيلا يټ ضد توغندي ازموينه کړې ده خو ورسره جوخت یې داسپیناوی هم کړی ؤ چې هند په خلا کې دوسلو زغل ته دننوتلو هيڅ پلان نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې مطبوعاتي راپورنه وایي د دواړو هیوادونو دنیمایي نه زیات وګړي دتعلیم،صحت اؤ روزګار په مدونو کې دګڼ شمیر ستونزو سره مخ دي اؤ ګڼ شمیر وګړي پکې په خلاص مټ ډوډۍ هم نه مومي.
هند او پاکستان تر دې دمه یو بل سره درې غټ جنګونه او یو شمیر وړې جګړې کړي او په وروستیو کښې د دوي دایټمي وسلو زغل نور هم چټک شوی دی.
پاکستان اؤ هند د ١٠٠ څخه زیات ایټمي بمونه لري او د دغه بمونو یو بل باندې د غورځولو لپاره د زمکې، هوا او د اوبه دلارې ذریعې پیدا کوي.