لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي‌ عربستان به سږ کال یو میلیون کسانو ته د حج کولو اجازه ورکړي


واشنګټن – سعودي عربستان د شنبې یا خالي په ورځ وویل، دوی به سږ کال د هېواد دننه او له باندې څخه یو میلیون کسانو ته د حج د ادا کولو لپاره اجازه ورکړي.

دا د کورونا وبا له امله د لګېدلو بندیزونو راوروسته چې دوه کاله یې دوام وکړ په لومړي ځل د سعودي لخوا د دومره شمېر حاجیانو منل دي.

حج د اسلام پنځمه بنا ده، په ټولو مسلمانانو باندې فرض ده چې لږ تر لږه په ژوند کې یې یو ځل ادا کړي.

په ۲۰۱۹ کال کې د حج په مراسمو کې کابو ۲.۵ میلیونه کسانو ګډون کړی وو.

خو په ۲۰۲۰ کال کې د کورونا وبا له خپرېدو سره سعودي چارواکو یواځې یو زر (۱۰۰۰) کسانو ته د حج کولو اجازه ورکوله.

ورپسې کال یې دغه شمېره ۶۰۰۰۰ ته لوړه کړه او یواځې هغو کسانو ته اجازه وه چې په بشپړه توګه واکسین شوي وي او خپله سعودیان به ورته د لاټرۍ له لیارې ورته ټاکل کېدل.

په سږني حج کې چې په جولای میاشت کې به ترسره شي یواځې هغه کسانو ته اجازه ورکول کېږي چې عمرونه یې له ۶۵ کلونو څخه کم وي او په بشپړه توګه واکسین شوي وي.

له هغو کسانو څخه چې له بهر څخه ورځي له سفر څخه ۷۲ ساعته مخکې به ترې د کورونا منفي (پي سي‌ ار) ټېسټ غوښتل کېږي.

د شنبې یا خالي‌ د ورځې په بیان کې دا هم ویل‌ شوي، چې حکومت غواړي د حاجیانو خوندیتوب باوري کړي‌ او په ورته وخت کې له ټولې نړۍ څخه په زیات شمېر مسلمانان وکولای شي په حج کې برخه واخلي.

د محدودیتونو کمول:

حج یو شمېر دیني او مذهبي پړاونه لري چې په سپېڅلي ښار مکه او د سعودي عربستان په لویدیځو سیمو کې په پنځو ورځو کې بشپړېږي.

د حج لپاره د ترتیبانو نیول د سعودي واکمنو لپاره یو دروند او عزتمند کار دی او د اسلام د سپېڅلو ښارونو درلودل د دوی د سیاسي ځواک تر ټولو ځواکمنه سرچینه بلل کېږي.

له کورونا وبا څخه دمخه مسلمان حاجیان د سعودي عربستان لپاره د عایداتو یا پيسو ګټلو مهمه سرچینه وه چې په کال کې یې دغه هېواد ته ۱۲ بیلینه ډالره ګټه رسوله.

په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې چې له حج څخه خلک منعه شوي وو په ګڼو لېرو اسلامي هېوادونو کې خلکو ژور خپګان څرګند کړی وو.

د سعودي‌ عربستان د وګړو شمېر یا نفوس کابو ۳۴ میلیونو ته رسېږي او په دغه هېواد کې تر اوسه پورې د کورونا ۷۵۱۰۰۰ پېښو راپور ورکړل شوی.

د سعودي د روغتیا وزارت ویلي، چې تر اوسه په دغه هېواد کې له کورونا څخه ۹۰۵۵ کسان مړه شوي دي.

سعودي د مارچ په لومړیو کې د کورونا له امله اکثره لګېدلي محدودیتونه لېرې کړي دي.

په دغو محدودیتونو کې د ټولنیز واټن ساتل، سعودي ته د ورتلونکو مسافرو قرنطین کول او داسې نور شامل وو.

په سعودي کې اوس یواځې په تړلو او سرپټو ځایونو کې د ماسکونو اچول لازمي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG