تازه خبر

د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر استعفی ورکړه، د عمران خان خلاف د بې باورۍ پر تحریک رایې پیل کېږي

واشنګټن ـــــ د پاکستان د سپریم کورټ له پرېکړې سره سم د قومي اسمبلۍ سپیکر نن د وزیراعظم عمران خان خلاف د بې باورۍ تحریک باندې غونډه پر ټاکلي وخت سهار لس نیمې بجې پیل کړه خو د رایې اچولو بهیر یې د شپې تر ناوخته وځنډاوه.

د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د پاکستان پر وخت د شپې شاوخوا شل کم دوولس بجې له خپلې څوکۍ څخه استعفی ورکړه. هغه د اسمبلۍ په غونډه کې د استعفی پر وخت یو سپین کاغذ په لاس کې د اسمبلۍ غړو ته نیولی او ویې ویل چې دا هغه خط دی چې عمران خان یې ذکر کړی وو. اسد قیصر وویل:

"زموږ لپاره تر ټولو لومړی ملک پاکستان دی، زه د ملک خلاف د سازش برخه نه شم جوړېدای".

اسد قیصر د سپیکر په توګه د چارو د سمبالولو لپاره د مسلم لیګ نواز ګوند د اسمبلۍ غړي ایاز صادق وټاکه او د ده تر استعفی اعلانولو وروسته هغه د سپیکر پر څوکۍ کښېناست او تمه ده چې د بې باورۍ پر تحریک د رایې اچولو بهیر په څو شېبو کې پیل کړي.

د بې باورۍ تحریک چې مرستیال سپیکر رد کړی وو، سبب یې هغه خط بللی وو، چې د عمران خان په وینا امریکې د ده د حکومت ختمولو لپاره ور لېږلی وو، خو سره له دې چې امریکې دا تورونه بیا بیا رد کړي، وروستي رپوټونه وایي د واکمن تحریک انصاف ګوند د کابینې په تازه غونډه کې پرېکړه شوې چې دغه خط د قومي اسمبلۍ او سېنټ سپیکرانو او د سپریم کورټ قاضي ته ور ښکاره کړل شي.

سرچینې وایي د پاکستان سپریم کورټ ویلي که د شپې تر دوولسو بجو د بې باورۍ پر تحریک رایې وانه چول شي نو د تحریک د جمع کولو اووه ورځې آییني وخت به ختم شي او دا به له آیین او د سپریم کورټ له وروستي امر څخه سرغړونه وي.

پاکستاني رسنۍ وایي د سپریم کورټ مشر قاضي د شپې پر دوولس بجې د عدالت د پرانیستو امر کړی او ددې لپاره د عدالت امنیت ساتونکي هم را بلل شوي دي، بل لور ته د اسلام اباد هایکورټ قاضي اطهر من الله هم پر لسو بجو د. عدالت پرانیستلو امر کړی او عدالتي عمله یې را بللې ده.

د شنبې- خالي په ورځ چې د قومي اسمبلۍ غونډه پیل شوه نو د واکمن تحریک انصاف ګوند غړو او مرکزي وزیرانو اوږدې اوږدې ویناوې وکړې چې له کبله یې د بې باورۍ پر تحریک د رایو اچولو بهر څلور واره وځنډول شو.

څېړونکي وایي کېدای شي د شپې تر دوولسو بجو د عمران خان په ګډون د قومي اسمبلۍ د سپیکر په خلاف د عدالت د سپکاوي مقدمه پیل شي. د مسلم لیګ نواز ګوندې یوې مشرې مریم نواز پر ټویټر له سپریم کورټ څخه د سوموټو نوټس اخیستو غوښتنه کړې:

"د پاکستان سپریم کورټ دې له خپلې پرېکړې د سرغړونې پر سر خامخا له خپل اړخه نوټس واخلي او مخکې له دې چې هر څه تباه کړي د عمران خان، سپیکر او مرستیال سپیکر د نیولو امر دې وکړي".

رپوټونه وایي چې د واکمن تحریک انصاف ګوند د مرکزي کابینې غونډه هم را بلل شوې ده او ویل کېږي په غونډه کې پرېکړه شوې چې وزیراعظم عمران خان به هیڅکله له خپلې څوکۍ استعفی نه ورکوي.

د اپوزیشن ګوندونو غړیو په اسمبلۍ کې پرله پسې نعرې وهلې او له سپیکر اسد قیصر څخه یې د رایو اچولو د بهیر د شروع کولو غوښتنې کولې، خو هغه له روژه مات وروسته د ماخوستن د لمانځه وقفه اعلان کړه او لا هم دا بهیر نه دی پیل شوی.

پاکستاني رسنۍ وایي د قومي اسمبلۍ سیکرټرېټ په تازه غونډه کې سپیکر اسد قیصر ته ویلي چې د بې باورۍ پر تحریک د رایو اچولو بهیر پیل کړي، وایي که نن ورباندې رایې وا نه خیستل شي نو دا به د قانون خلاف کار وي.

د پاکستان د سپریم کورټ د وکیلانو د تنظیم پخوانی مشر لطیف اپریدی وایي، په داسې حال کې که د قومي اسمبلۍ سپیکر د سپریم کورټ له امر سره سم د بې باورۍ پر تحریک د رایې اچولو بهیر نه شروع کوي، نو د اسمبلۍ هر سینېر غړی د سپیکر پر ځای دا کار کولای شي. هغه پر سوشل مېډیو خپره شوې په یوه وېډیو کې ویلی:

"قومي اسمبلۍ باید د یوې ذمه وارۍ په توګه دا کاروایي پر مخ بوځي، د اسمبلۍ په چارو کې خنډ راوستل د آیین د شپږمې مادې [د غدارۍ] مرتکب کېدل دي، څوک چې د آیین په لاره کې خنډ جوړېږي د هغه خلاف د شپږمې مادې پر بنسټ اقدام کېدای شي".

د قومي اسمبلۍ د غونډې او په منځنیو وقفو کې له اسمبلۍ تر خپله دفتره په ویډیوګانو کې سپیکر اسد قیصر ډېره پرېشانه لیدل کېږي او څو ځله یې د خپل سیکرټرېټ افسران خپل دفتر ته ور بللي خو له هغوی سره پر مشورو باوجود یې د بې باورۍ پر تحریک د رایې اخیستو بهیر نه دی پیل کړی.

د قومي اسمبلۍ مرستیال سپیکر قاسم سوري د اپرېل پر درېیمه د بې باورۍ تحریک رد کړ او هغه یې د پاکستان د آیین خلاف ګڼلی وو، خو د پاکستان سپریم کورټ د د اپرېل پر اوومه د قاسم سوري امر رد کړ او د بې باورۍ پر تحریک د رایې اچولو امر یې وکړ.

سپریم کورټ د مرستیال سپیکر امر غیرآییني بللی وو او د پاکستان وزیراعظم عمران خان د سپریم کورټ پرېکړه منلې وه، خو مرستیال سپیکر قاسم سوري وایي د بې باورۍ تحریک د ردولو په امر «رولنګ» ویاړ کوي. هغه د پاکستان یو شخصي ټیلیویژن ته وویل:

"د یو پر وطن مین پاکستاني په توګه چې څه زما مخته راغلو ما پرېکړه وکړه ما هیڅ آیین نه دی مات کړی، څه دسیسه چې د پاکستان خلاف کېږي، قومي امنیتي کونسل، د قومي اسمبلۍ د امنیت پارلماني کابینه او وفاقي کابینه دا [دسیسه] تاییدوي، هغه ته په کتو ما دا کار وکړ".

پر ټولنیزو رسنیو هم د اپوزیشن ګوندونو مشران او فعالان پرله پسې په دې تمه دي چې د قومي اسمبلۍ سپیکر به د بې باورۍ پر تحریک د رایې اچولو بهیر پیل کړي خو غونډه لا هم اوږدېږي او نه ده معلومه چې نن به د عمران خان خلاف اپوزیشن ګوندونه خپلې رایې واچوي که نه.

XS
SM
MD
LG