لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې باورۍ تحریک په 174 رایو کامیاب، عمران خان د پاکستان وزیراعظم پاتې نه شو


واشنګټن ــــ د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د وزیراعظم عمران خان په ضد د بې باورۍ پر تحریک رایې واچول شوې او د اپوزیشن ګوندونو دغه تحریک په اکثریت رایو سره کامیابه شو. له دې سره عمران خان وزیراعظم هاوس پرېښوو.

د مسلم لیګ نواز ګوند د قومي اسمبلۍ غړي ایاز صادق- چې د سپیکر چارې یې تر سره کولې- وویل د بې باورۍ تحریک په حق کې د اسمبلۍ له 342 غړو څخه 174 رایې اچول شوې دي، خو خپله ایاز صادق له قانون سره سم ځکه رایه نه واچوله چې د دې غونډې مشري یې کوله.

د بې باورۍ تحریک له کامیابېدو سره عمران خان د پاکستان د وزیراعظم په توګه نور پر خپله څوکۍ پاته نه شو او قومي اسمبلۍ به پخپلو رایو سره نوی وزیراعظم ټاکي چې اپوزیشن ګوندونو د مسلم لیګ نواز ګوند مشر شهباز شریف ورته نومولی دی.

د بې باورۍ تحریک تر کامیابېدو وروسته شهباز شریف د قومي اسمبلۍ غونډې ته وویل، د پاکستان له ادارو سره په ګډه به ملک چلوي او وایي د چا په ضد به انتقامي ګامونه نه اخلي.

عمران خان په دې اړه تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې خو پاکستاني رسنۍ وایي چې هغه له وزیراعظم هاوس څخه د اسلام اباد په بني ګاله سیمه کې خپل کور ته ستون شوی دی.

د عمران خان خلاف د بې باورۍ تحریک په حق کې د رایو په وخت په اسلام اباد او د ملک په ځینو نورو ښارونو کې که یوې خواته د اپوزیشن ګوندونو پلویانو خوشالۍ لمانځلې، خو د تحریک انصاف ګوند پلویانو د عمران خان په غوښتنه پر سړکونو احتجاج کاوه.

زاړه معلومات:

د پاکستان د سپریم کورټ له پرېکړې سره سم د قومي اسمبلۍ سپیکر نن د وزیراعظم عمران خان خلاف د بې باورۍ تحریک باندې غونډه پر ټاکلي وخت سهار لس نیمې بجې پیل کړه خو د رایې اچولو بهیر یې د شپې تر ناوخته وځنډاوه.

د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د پاکستان پر وخت د شپې شاوخوا شل کم دوولس بجې له خپلې څوکۍ څخه استعفی ورکړه. هغه د اسمبلۍ په غونډه کې د استعفی پر وخت یو سپین کاغذ په لاس کې د اسمبلۍ غړو ته نیولی او ویې ویل چې دا هغه خط دی چې عمران خان یې ذکر کړی وو. اسد قیصر وویل:

"زموږ لپاره تر ټولو لومړی ملک پاکستان دی، زه د ملک خلاف د سازش برخه نه شم جوړېدای".

اسد قیصر د سپیکر په توګه د چارو د سمبالولو لپاره د مسلم لیګ نواز ګوند د اسمبلۍ غړي ایاز صادق وټاکه او د ده تر استعفی اعلانولو وروسته هغه د سپیکر پر څوکۍ کښېناست او تمه ده چې د بې باورۍ پر تحریک د رایې اچولو بهیر په څو شېبو کې پیل کړي.

د بې باورۍ تحریک چې مرستیال سپیکر رد کړی وو، سبب یې هغه خط بللی وو، چې د عمران خان په وینا امریکې د ده د حکومت ختمولو لپاره ور لېږلی وو، خو سره له دې چې امریکې دا تورونه بیا بیا رد کړي، وروستي رپوټونه وایي د واکمن تحریک انصاف ګوند د کابینې په تازه غونډه کې پرېکړه شوې چې دغه خط د قومي اسمبلۍ او سېنټ سپیکرانو او د سپریم کورټ قاضي ته ور ښکاره کړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG