لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بایډن او موډي وېرچوال ملاقات - امریکا غواړي هند د روس نه د توانائي په درامداتو کې یو دم اضافه ونه کړي


واشنګټن - وایټ هاوس ویلي چې د امریکې صدر جو بایډن سبا ته د ګل/دوشنبې په ورځ به د هند د وزیراعظم نریندرا موډي سره د ویډیولنک د لارې خبرې وکړي. د دې مشرانو وېرچوال ملاقات په داسې وخت کې مخې ته راځي چې امریکا واضحه کړې ده چې نه غواړي د هند له اړخه د روس نه د توانائي په درامداتو کې اضافه وګوري.

د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي د اتوار/یکشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل: "صدر بایډن به د اوکراین په خلاف د روس د ظالمانه جنګ دنتایجو، او د خوراک په عالمي فراهمۍ او د اجناسو په بازارونو باندې د هغه د غیراستحکامي اثراتو د کمولو په اړه، زمونږ نږدې مشورې جاري وساتي."

د بین الاقوامي اقتصاد په برخه کې د امریکا د قامي سلامتیا نایب سلاکار ډليپ سېنګ چې په دې وروستو کې یې د هند دوره کړې ده، وویل چې امریکا به د روسي توانائي د درامداتو په برخه کې هند ته کومه "سره کرښه/رېډ لاین" ونه باسي، مګر دا نه غواړي چې هندوستان دې د روس نه د توانائي په اخیستو کې "یو دمي اضافه" راولي.

د هغه نه وروسته چې پوټین په فرورۍ میاشت کې په اوکراین حمله وکړه او بیا په روس باندې مغربي پابندۍ ولګېدلې، د روسي تیلو په بېعه کې د ډېر زیات رعایت له امله، هند لږ ترلږه دیارلس (۱۳) میلینه بیرل خام تیل د هغه ملک نه اخیستي دي. د رائټرز خبري رسنۍ وایي چې د دوی د ډېټا ترمخه، په ټول تېر کال کې هند شاوخوا شپاړس (۱۶) میلینه بېرله خام تېل د روس نه اخیستي و، او اوس په صرف دوه میاشتو کې یې ۱۳ میلینه بېرله اخیستي دي چې ډېره اضافه پکې راغلې ده.

صدر بایډن ترمخه لا ویلي دي چې په اوکراین باندې د روس د یرغل په حواله، د کواډ ګروپ ملکونو کې، صرف هندوستان د روس په خلاف ګام اخیستو باندې "یو څه زړه نازړه" دی.

هندوستان کوشش کړی دی چې د روس او مغربي ملکونو ترمنځ تعلقاتو کې توله وساتي، خو د کواډ ګروپ د نورو ملکونو – امریکا، جاپان او اسټرېلیا – برعکس یې په روس باندې څه پابندۍ نه دي لګولي.

د هندوستان د خارجي تګلارې په اړه د پاکستان مخکیني وزیراعظم عمران خان وروستو خبرو په هند او پاکستان کې ځيني تاوده بحثونه هم راوپارول. عمران خان یوه ورځ مخکې تر دې چې د عدم اعتماد په رایه له عهدې لېرې کړی شي، قام ته په وینا کې هندوستان یو "خود داره قام" بللی و چې ځان ته خپلواک خارجي سیاست لري او څوک ورته نشي ویلی چې څه وکړي او څه دې ونکړي. عمران خان دا الزام هم لګولی چې ګني ماسکو ته یې سفر په امریکا باندې ښه ندی لګېدلی او بل دا چې ګني د هغه د لېرې کولو "سازش" کې امریکاییان هم شامله و. مګر د امریکا حکومت څو کرته دا الزامات بې بنیاده او غلط وبلل.

هند او پاکستان په هغو څو ملکونو کې شامل و چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې کې یې په اوکراین باندې د روس د حملې غندلو قرارداد ته د بېطرفۍ رایه ورکړې وه.

بل اړخ ته اوکراین د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د ماسکو په ضد د یورپي اتحاد د تازه پابندیو غوښتونکی دی، او د خپلو اتحادیانو نه په پوځي امداد کې د اضافې مطالبه کوي، ځکه په ختیځه سیمه ډونباس کې د روسي قواوو د حملو یوې نوې چپې سره مخامخ کیږي.


د دې رپوټ زیاتره برخه د رائټرز خبرې ادارې نه اخیستل شوې ده.

Recommended

XS
SM
MD
LG