لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زیلېنسکي له اروپا څخه وغوښتل چې د روس په بانکونو او د تېلو په وارداتو بندیز ولګوي


واشنګټن- د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلېنسکي له اروپايي ټولنې څخه وغوښتل چې د روس په ټولو بانکونو باندې بندیز ولګوي او له روس څخه د تېلو واردات ودروي.

زیلېنسکي دغه غوښتنه د نهې یا سې شنبې په ورځ وکړه تر څو په اوکراین باندې د روس یرغل پای ته ورسېږي.

نوموړي چې لیتوانیا کې له وکیلانو سره د یو ویډیو کانفرانس له لیارې خبرې کولې وویل، کله چې اروپايي هېوادونه له روس سره خپل تجارت ته دوام ورکوي نو د روس رهبران پوهېږي چې هغوی ته به سزا نه ورکول کېږي.

اروپايي هېوادونو په روسي چارواکو او تجارتونو باندې څو دوره بندیزونه لګولي خو لا تر اوسه یې له روس څخه د تېلو او ګازو واردات نه دې بند کړي.

ځینې اروپايي هېوادونو اندېښنه څرګنده کړې چې داسې اقدامات به د دوی په اقتصاد باندې څه ډول اغېز وکړي ځکه دوی له روس څخه د انرژۍ په ترلاسه کولو باندې تکیه لري.

د جګړې له ډګر څخه:

اخوا د جګړې په ډګر اوکراین د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل،‌ روسي‌‌ ځواکونه هڅه کوي د مېرېپول د بندري ښار کنټرول وساتي او په ورته وخت کې د دې تیاری نیسي چې د ډونیڅک شمالي سیمې ته خپل عملیات وغځوي.

د برتانیې د دفاع وزارت ویلي، دوی تمه لري چې د اوکراین په ختیځ کې به په راتلونکو دوه درې اونیو کې جګړه سخته شي ځکه روس یو ځل بیا خپل پام دغلته اړولی دی.

دوی په یو بیان کې ویلي، چې روس له ګاونډي بیلروس څخه خپل زیات سرتېري وباسي او د اوکراین ختیځ ته یې استوي.

بل پلو ټاکل شوې ده چې د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین او د بیلروس ولسمشر الیکزاند لوکاشینکا نن د نهې یا سې شنبې په ورځ سره وویني‌او د اوکراین د شخړې په اړه سره خبرې وکړي.

د مېرېپلول ښاروال اسوسېټېډ پریس ته ویلي، د روس د یرغل راهیسې تر ۱۰۰۰۰ زیات ملکي ‌وګړي دغلته وژل شوي دي او په دې اړه ريښتینې شمېره ښايي دوه چنده زیاته وي.

زیلېنسکي د ګل یا دوشنبې ناوخته په یوې ویډیوي وینا کې ویلي، دی وېره لري چې روس ښايي په اوکراین کې کیمیاوي وسلې وکاروي او له لویدیځ څخه یې وغوښتل چې د روس په وړاندې دې نور بندیزونه ولګوي تر څو د داسې وسلو له کارولو څخه مخنیوی وشي.

زیلینسکي وویل، د اوکراین په ختیځې ډونیڅک سیمه کې د روسي پلوو ملیشو یو استازي ویلي، چې روس ښايي په مېریپول کې کیمیاوي وسلې وکاروي.

زیلېنسکي وویل، "مونږ دې ته په جدي توګه ګورو."

هغه زیاته کړه،‌ "زه غواړم د نړۍ مشرانو ته یې یو ځل بیا وریاده کړم چې د روسي‌ پوځ لخوا د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه لا له مخکې بحث شوی او په هاغه وخت دا مهمه وه چې د روسي یرغل په وړاندې په کلکه او چټکه توګه غبرګون ښودل شوی وای."

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیرې لېز ټرس وویل، برتانیه له داسې نه تایید شویو راپورونو څخه خبره ده چې کیمیاوي وسلې لا له مخکې څخه په مېریپول کې کارول شوي دي.

هغې وویل، "مونږ په بیړه د معلوماتو د کره کولو لپاره له خپلو شریکانو سره په بیړه کار کوو.‌ د کیمیاوي وسلو هر ډول کارول به شخړه نوره هم زیاته کړي او په دې اړه به د روس ولسمشر ویلادمیر پوتین او د هغه رژیم سره حساب وشي."

د پنټګان مطبوعاتي‌ مشر جان کربي ویلي، امریکا په دې وخت کې د کیمیاوي وسلو د کارولو راپورونه نشي تاییدولی خو وویل، که ریښتیا وي نو په ژوره توګه د اندېښنې وړ دي.

کربي دا هم وویل، چې امریکا په دې نه ده توانېدلي چې په میریپول کې د اوکراینیانو د مرګ ژوبلې شمېرې تاییدې کړي ځکه هلته اوس هم جګړه روانه ده خو وویل چې د وژل شویو کسانو شمېره به ډېره زیاته لوړه وي.

خو امریکايي چارواکو دا ویلي، چې په اوکراین د روس د یرغل په تېرو ۴۷ ورځو کې روسانو ۱۵۰۰ توغندي په اوکراین توغولي چې په ترڅ کې یې د خلکو کورونه، اپارتمانونه او روغتونونه ویجاړ شوي او په زرګونو کسان پکې وژل شوي دي.

روس هم منلې ده چې په دغه جګړه کې یې په زیات شمېر سرتیري وژل شوي دي.

ملګروملتونو ویلي، په اوکراین د روس د یرغل راهیسې تر ۱۱ میلیونو زیات اوکراینیان له خپلو کورونو څخه تښتېدلي دي چې له دریو څخه نېږدې دوه برخې یې ماشومان وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG