لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ:بمي چاودنه کې دسکول استاذ وژل شوی


باجوړ روغتون
باجوړ روغتون

افغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې په یوه بمي چاودنه کې دسکول یو استاد وژل شوی دی.

پولیس ددې چاودنې پخلی کړی اؤ وایي چاودنه دنهې په ورځ دباجوړ دماموندو په سیمه کې شوې ده.

دسیمې نه دترلاسه شوؤ اطلاعاتو له دماموندو سیمې دیو سرکاري سکول استاد مفتي شفیع الله دنهې په ورځ دخپل کور نه سکول ته روان ؤ چې لاره کې پرې زمکه کې دښخ ماین چاودنه وشوه.

سرچینې وایي دې چاودنه کې مفتي شفیع الله سخت ژوبل شوی ؤ خو کله چې هغه روغتون ته رسول ورسول شو نو هلته یې د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه.

په سمدستي توګه لا ددې چاودنې پړه کومې وسله والې ډلې پغاړه نه ده اخستې خو روانه اوونۍ د ماموندو لغړۍ سیمه کې ديو پخواني صوبېدار د وژنې پړه وسله والې ډلې داعش پغاړه اخستې وه.

پولیس ویلي وؤ دغه ریټایرډ صوبیدار کور ته په لار روان ؤ چې نامعلومه وسله والو پرې ډزې کړې اؤ هغه یې وژلی ؤ.

دباجوړ دپولیسو ضلعي مشر دبیلابیلو رسنیو سره خبرو کې ماموند سیمه کې شوې چاودنه کې دسکول د استاد د وژل کیدو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي دپېښې سره سم پولیس ځائ ته رسیدلي اؤ ددې چاودنې پلټنې یې پیل کړي دي.

هغه ویلي پولیس سیمه کې دپلټنو ترڅنګ دلټونې عملیات هم پیل کړي اؤ زر به ددې پېښې جرړو ته ورسیږي.

دباجوړ ماموندو سیمه کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت په امنیتي ځواکونو،قامي مشرانو اؤ دولتي کارمندانو بریدونه شوي چې ګڼ شمیر کسان پکې وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي.

باجوړ د افغانستان کونړ ولایت سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه ده اؤ ویل کیږي په کونړ دداعش ډلې غړې شتون لري او وخت په وخت په باجوړ کې هم کارروایۍ کوي،

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG