پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ايي) چې تېر ماسخوتن (13 اپرېل) د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې جلسه کړې، علي محمد خان د خلایي ادارې (ناسا) پخوانی عکس خپور کړی او دعوه يې کړې ده چې څومره غټه جلسه وه.
بل لور ته بيا په پېښور کې جرنلسټانو د تحريک انصاف د جلسې په ګډون والو تور لګولی چې په صحافيانو يې تشدد کړی دی.
عمران خان د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کېدو وروسته تحریک انصاف ګوند په پېښور کې جلسه راجوړه کړې، دعوه يې کړې چې ګڼ خلک دغه جلسې ته راغلی وو.
"ما کوم جرم کړی"
په ټولنيزو رسنیو چې په دغه جلسه بحث روان دی، د عمران خان يوه خبره ډېرو خلکو راخستې ده چې هغه جلسې ته په وېنا کې ويلي، "ما کوم جرم کړی وو چې تاسو راپسې د شپې په 12 بجې عدالتونه ولګول".
په ځواب کې ورته ګڼو خلکو ويلي، چې "ايين دې مات کړی وو سېول مارشل لا دې لګولې وه، ځکه د شپې عدالت ولګول شو او د ايين ماتولو سزا به درته مېلاويږي".
دغه خبره د مسلم ليګ ن سيکرټري جنرل احسن اقبال هم په ټويټر کړې ده.
د جلسې ناسم عکس
د تحریک انصاف د جلسې وروسته چې د ياد ګوند مشرانو او غړو په ټولنيزو رسنيو د جلسې عکسونه خپرول، چې دومره غټه ګڼه راجوړه شوې وه.
د پي ټي ايي يو مشر علي محمد خان هم ځينې عکسونه خپاره کړي خو په دغو عکسونو کې يو د (ناسا) د کال 2014 عکس يې هم خپور کړی چې د بره نه اخستل شوي عکس کې څومره ګڼل ليدل کيږي.
خو په ټولنيزو رسنیو د نيوکو وروسته علي محمد خان بيا دغه ټويټ لرې کړی دی.
په جرنلسټانو تشدد
جرنلسټ رفعت الله اورکزي په ټویټر ويلي،
"پېښور کې د پي ټي ايي په جلسه کې د صحافيانو سره سخته بد تميزي او بدماشي شوې ده، په ګټو ويشتل شوي، د کېمرو ماتولو کوشش يې شوی، دوه صحافيانو سجاد خيال او شهزاده فهد ته ديکې ورکړی شوي او هغوی بې هوشه شوي دي، او د خېبرنيوز رپوټر زاهد عثمان هم په ګټه لګېدلی دی".
پاکستان تحریک انصاف ګوند په دغه اړوند څه نه دي ويلي.